تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دې ښځې ولې د اوبر چلوونکی په سر وویشت؟
امریکايي چارواکو یوه ښځه د ټکسي کرایه کولو اوبر شرکت د یوه ټکسي چلوونکي په وژلو تورنه کړې ده. دا ښځه شکمنه وه چې ګنې چلوونکی یې د تښتولو هڅه کوي.
له مکسیکو سره پر پوله د ټکساس ایالت الپاسو ښار پولیسو ویلي، فیبي کوباس مخکې له دې چې پر ټکسي چلوونکي دانیال بیدرا ګارسیا ډزې وکړي، ګومان کړی و چې ګنې چلوونکی یې مکسیکو ته اړوي.
۵۲ کلن چلوونکي په روغتون کې سا ورکړه.
پولیسو ویلي، کله چې فیبي کوباس په ټکسي کې وه، د سړک پر غاړه لوحو یې خپل نظر ساتلی و چې پر یوه دړه (خواریز، مکسیکو) لیکل شوي وو.
خواریز په مکسیکو کې د امریکا له الپاسو ښار سره سرحدي ښار دی.
د پولیسو په موندنو کې راغلي چې فیبي کوباس ګومان کاوه چې ګنې تښتول کېږي، همدا وو چې خپله تومانچه یې له بکس رایستلې او د چلوونکي دانیال ګارسیا پر سر یې ډزې کړې. ګاډی له کنټروله وتلی او له درېدو مخکې د سړک پر موانعو ورختلی دی.
فیبي کوباس په کنتاکي ایالت کې اوسېږي، خو په ټکساس کېد یوه ملګري د لیدو لپاره روانه وه. فیبي وايي په ایالت کې یې د بېړنیو چارو د خدماتو شمېرې ته زنګ وهلی، د چلوونکي انځور یې هم اخیستی او خپل ملګري ته یې له یوه پیغام سره استولی دی.
د الپاسو ښار د پولیسو په څرګندونو کې راغلي: "څېړنو دا نه ده موندلې چې ګنې د تښتونې کومه هڅه دې شوې وي او نه هم چلوونکي دانیال ګارسیا د فیبي کوباس د منزل لاره کږه کړې ده".