د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې؛ لږ تر لږه د ۳۰ کسانو مړینې اندېښنه څرګندېږي

د عکس سرچینه، EPA
د دوو داسې خیریه ټولنو مسوولین چې د کډوالو خیر، ښېګړې لپاره کار کوي وايي، په اټلنټیک سمندر کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله اندېښنه ده، چې له ۳۰ ډېر کډوال مړه شوي دي.
د ګرځنده پولو او خبرداري فون په نامه دا ادارې وايي، په کښتۍ کې نژدې ۶۰ کسان ناست وو. بل لور د اسپانیا حکومت چارواکي وايي، د دوی مرستندویانو د یوه سړي او یوه ماشوم مړي موندلي، خو په خبره یې نه پوهېږي چې څومره کسان په ډوبه شوې کښتۍ کې ناست وو.
له دې مخکې د یونان په اوبو کې د یوې کښتۍ له ډوبېدو وروسته دا دویمه پېښه ده، چې په اروپا کې د کډوالو سفر په تړاو اندېښنې زیاتوي.
د ګرځنده پولو ادارې هیلینا مالینو ګارزون ویلي، په تازه پېښه کې ۳۹ کسان ډوب شوي، چې څلور ښځې او یا تي خوری ماشوم هم پکې شته او د خبرداري فون ادارې مسوولین بیا وايي، ۳۵ کسان نادرکه دي. د یادونې ده، چې دا دواړه ادارې د کډوالو لېږدونکو کښتیو تګ راتګ څاري، خپله د کډوالو او یا د دوی له خپلو، خپلوانو زنګونه ورځي.
د کډوالو کښتۍ ډوبېدو تازه پېښه د چهارشنبې پر ورځ د ګران کاناریا په سویل ختیځ کې نژدې ۱۶۰ کیلومتره لېرې رامنځته شوې ده.
بل لور د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د اسپانیا دولتي خبري اژانس اي، ایف اي د رپوټ په حواله ویل شوي چې د اسپانیا ګاردامار کالیوپي نومې مرستندویه بېړۍ له ډوبې شوې کښتۍ ته د نژدې یوه ساعت په واټن کې ګرځېده.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې زیاته شوې، دا بېړۍ ځکه مرستې ته نه ده ورغلې، چې د مرستې عملیاتو واګې د مراکش چارواکو په لاس کې اخیستې وې، هغوی یو کوچنۍ کښتۍ استولې وه، خو د چهارشنبې پر ورځ له هغه لس ساعته وروسته چې اسپانوي مرستندویه الوتکې لیدلې وه، هلته ورسېده.
د یادونې ده، چې بي بي سي د غبرګون څرګندونو لپاره د مراکش کورنیو چارو وزارت ته یو پیغام استولی دی.

د کنري ټاپو سیمې مشر چې دا پېښه پکې رامنځته شوې، اينجیل ویکټور ټورس دا پېښه یوه ''غمیزه '' بللې او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، د کډوالۍ په تړاو باید یوه داسې پالیسي چمتو کړي چې له مخې یې د کډوالۍ په تړاو ''یو همغږی او مرستندویه '' غبرګون رامنځته شي.
له لوېدیځې افریقا د انټلنټیک سمندر له لارې د کډوالۍ دا لار تر ټولو خونړۍ بلل کېږي او د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (ای او ایم) مسوولینو په وینا یوازې ۲۰۲۲ کال کې پر دې لار ۵۴۳ کډوال یا خو مړه شوي او یا هم بې درکه شوي دي.
دغه اداره وايي، په همدې موده کې د کښتیو ماتېدو، ډوبېدو ۴۵ پېښې ثبت شوې دي. دوی دا هم وايي، چې دا معلومات نیمګړي دي او ښايي کره شمېرې زیاتې وي. د یادې ادارې مسوولین وايي، ډېری کډوال چې په دې لار سفر کوي، د مراکش، مالي، سینګال، کوټایوري او سیمې د ځینې نورو هېوادونو اوسېدونکي دي.










