د امریکا یوتا ایالت له ښوونځیو ولې د انجیل حذفولو غوښتنه شوې؟

انجیل

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ماكس ماتزا
    • دنده, بي بي سي نيوز

د امریکا یوتا ایالت د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو له تعلیمي نصابه له دې کبله انجیل حذف شوی، چې ګنې "نا مناسبه منځپانګه او له تاوتریخوالي ډکې خبرې" پکې دي.

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې ځینو کسانو د پاچا جیمز د سپېڅلي انجیل نسخې په اړه شکایت وکړ چې ګنې ماشومانو ته نامناسب مواد پکې دي.

د یوتا جمهوریپال حکومت په ۲۰۲۲ کې یو قانون تایید کړ چې له مخې یې په ښوونځیو کې پر هغو کتابونو بندیز ولګاوه چې "فحش او نا مناسبه" منځپانګه ولري.

پر ځینو هغو کتابونو هم بندیز لګېدلی چې په ټکساس، فلوریډا، میزوري، ساوت کارولینا ایالتونو کې نامناسب ګڼل شوي.

ځینو لیبرالي ایالتونو په ځینو ښوونځیو او کتابتونونو کې پر بعضې نورو کتابونو بندیز لګولی چې وايي منځپانګه یې لاره ورکه‌کوونکې او له توکم‌پالنې ډکه ده.

په یوتا ایالت کې دا اونۍ د بندیز دا غږ د ډیویس ښوونځیو د ټولنې له خوا راپورته شو. دوی د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې خپل شکایت کړی و.

کین ایووري پر فیسبوک لیکلي: "په دودیز ډول، امریکا کې سپېڅلی کتاب په غوره توګه تدریسېږي، په کورونو کې د کورنیو ترمنځ او د نغري څنګ ته هم لوستل کېږي".

د کینګ جیمز سپېڅلی کتاب له ژباړې سره "د کم عمر ماشومانو ته هېڅ جدي ارزښت نه لري" او د ننني تعریف له مخې "پورنوګرافیک- یا له فحش نه ډک" دی.

وړاندې په یوتا کې قانون جوړوونکو له لومړنیو ښوونځیو د انجیل حذفول "ملنډې" بللې او رد کړې یې وه، خو اوس د ماشومانو لپاره ددغه کتاب لوستل "لانجه پاروونکي" بلل شوي او دوی خپله پرېکړه بدله کړې ده.

تېره میاشت هم په کنزاس ایالت کې زدکوونکو له ښوونځیو نه د انجیل د حذفولو غوښتنه کړې وه.