هند کې د اورګاډو ټکر؛ له ۲۸۸ ډېر کسان وژل شوي، سلګونه ټپیان دي

د هند په ختیځ اوډیسه ایالت کې چارواکو تایئد کړې، چې د ریل ګاډو ټکر پېښه کې ۲۸۸ کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي، پېښه کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د اوډیسه ایالت عمومي سکرتر پردیپ جینا وايي، په بالاسور سیمه کې د پېښې ځای ته نژدې ۲۰۰ امبولانسونه استول شوي دي.

داسې فکر کېږي، چې د جمعې پر ورځ ناوخته لومړی یو اورګاډی له پټلۍ کوز شوی او وروسته له یوه بل ریل ګاډي سره ټکر شوی، چې پر نژدې غځېدلې پټلۍ روان و.

د ژغورنې پراخ عملیات پيل شوي چې د بېړنیو خدمتونو سلګونه کسان په کې بوخت دي. ژوغونکي او عیني شاهدان وايي،‌ د پېښې شاوخوا ځايي خلکو "په ډېره مېړانه" د ایسار خلکو په ژغورنه کې برخه اخیستې وه.

چارواکي وايي، په اورکاډو کې ټول ایسار او ټپیان اوس ژغورل شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي. تر اوسه روښانه نه ده چې د څومره ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.‌

دا په هند کې په تېره یوه پېړۍ کې د ریل ګاډو ټکر تر ټولو ناوړه پېښه بلل کېږي.

د هند ریل ګاډو ادارې مسوولین وايي، ټکر شوي ګاډي کورومانډیل ایکسپریس او هاوړه ایکسپریس نومېږي.

د پېښې په ځای کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د اوډیسې مدني دفاع ادارې چارواکي سودهانشو سارنګي وویل پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۸ کسانو ته رسېدلی دی.

خو په ځینو رپوټونو کې دا شمېر بېلا بېل ښودل شوی دی.

نوموړی وايي، د اوښتو واګنونو د پلټنې تر مهاله ''چې زموږ د کار بهیر بشپړیږي، ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي. ''

باور کېږي چې د شالیمار- چنای کورومانډیل ایکسپریس نومي ګاډي څو واګنونه له ځايي وخت سره سم ماښام اته بجې له پټلۍ غورځېدلي او ځینې یې مقابل لوري ته غځېدلې پټلۍ ته رسېدلي دي.

په اوډیسه ایالت کې د یوې ورځې رسمي ویر اعلان شوی دی.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي، پېښې خواشینی کړی او د پېښې قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

نوموړي پر ټویټر پاڼه لیکلي: ''د ژغورنې عملیات روان دي او له اغیزمنو سره د مرستې لپاره له وس سره سم هر ډول مرسته کېږي. ''

د هند کورنیو چارو وزیر امیت شا هم دا پېښه ''سخته ځورونکې '' بللې.

د هند اورګاډي پټلۍ چارواکي وايي،‌ د چټ سرعت له امله د اورګاډو څو خونې وېجاړې شوې دي. د دغو چارواکو په وینا،‌ پر پټلیو د ټکر شویو اورګاډو پاتي‌ شوني‌ څنډې ته شوي او د تګ راتګ لپاره د لارې د خلاصېدو هڅې پیل روانې دي.

هند د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی، چې د ریل ګاډو خورا ستره شبکه لري.

د سویلي اسیا لپاره د بي بي سي سیمه ییز ایډیټر انباراسان اتهیراجن وايي، سره له دې چې هند حکومت یې پر اډانه سلګونه میلیونونه ډالر لګوي، په دې هېواد کې د ریل ګاډو ټکر پېښې معمول دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پخواني ولسمشر حامد کرزي پر دغه پېښه له هند سره خواخوږي ښودلې ده.

هند کې د اورګاډو ټکر خونړۍ پېښې

  • د ۱۹۸۱ جون کې، نژدې ۸۰۰ کسان له ګڼې ګوڼې ډک هغه اورګاډي کې و وژل شول چې نهه خونې یې د غره خویدنې پر مهال سیند ته ولوېدې
  • د ۱۹۹۵ په اګست کې، لږ تر لږه ۳۵۰ کسان په ډيلي کې داسې مهال و وژل شول چې دوه اورګاډي سره ټکر شول
  • د ۱۹۹۱ په اګست کې، څه باندې ۲۸۵ کسان هغه مهال و وژل شول چې د هند په کلکته کې اورګاډو ټکر وکړ
  • د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې، له ۱۵۰ ډېر کسان داسې مهال و وژل شول چې د اورګاډي ۱۴ خونې کانپور ښار ته نژدې چپه شوې