تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا وايي اروپا کې د داعش د بریدونو پلانوونکی د سوریې برید کې وژل شوی
د امریکا پوځ وايي، د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) یو جګپوړی مشر خالد الجبوري په سوریه کې یوه برید کې وژل شوی.
نوموړی اروپا کې د بریدونو طرحه کوونکی یاد شوی دی.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مالوماتو له مخې، خالد عیاد احمد الجبوري د دوشنبې پر ورځ د اپریل په ۳یمه په یوه برید کې چې ځای نه دی ښودل شوی وژل شوی دی.
ویل کېږي دغه برید کې ملکي وګړو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د رضا کارانو یوې ډلې چې سیمې ته رسیدونکې لومړۍ ډله وه ویلي چې، یو سړی د دوشنبې پر ورځ د سوریې په شمال لویدیځ کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.
د رضا کارانو دغه سازمان په یوه ټویټ کې هم ویلي چې د ادلیب ولایت د کیلي ښار څنډه کې یوې ناپېژاندې بې پیلوټه الوتکې پر دغه سړي توغندی توغولی دی.
یاد سازمان زیاته کړې: "زمونږ ټیم هلته ورسېد، ټپي یی د باب الحوا روغتون ته ورساوه او هلته مړ شو."
د سټېپ نیوز په نامه یوې مخالفې رسنۍ د سیمه ییزو سرچینو په خواله دغه کس د خالد عبدالله الخلیف په نامه پېژندلی او ویلي یې دي چې، ښايي د هېواد په ختیځ کې د دیرالزور ولایت یو جګپوړی جهادي کس وي.
د مخالف لوري یوې بلې رسنۍ عنب بلدي ویلي، وژل شوی کس لس ورځې وړاندې سیمې ته راغلی و او په ګرځنده تلیفون یې خبرې کولی چې توغندې پرې ولګېد.
داعش د امریکا د دغه اعلان په اړه غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، د الجبوري مړینه به په لنډمهال کې د بهرنیو بریدونو د پلانولو برخه کې د داعش وړتیا راکمه کړي.
دغې قوماندانۍ داسې کوم بریالي یا ناکام برید ته اشاره نه ده کړې چې د نوموړي له خوا پلان شوی وي.
د یاد مرکز قوماندان جنرال مایکل کوریلا ویلي: " که څه داعش ډله له منځه وړل شوې خو اوس هم د سیمې او له هغې بهر یو ګواښ دی. په سیمه کې د عملیاتو د ترسره کولو وړتیا لري او له منځني ختیځ بهر د بریدونو کولو ته لیوالتیا لري."
د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ څو ملیتي ایتلاف وروستیو میاشتو کې د سوریې په شمال کې یو لړ بریدونه کړي چې د داعش جګپوړي غړي او حراس الدین ډله چې ګومان کېږي دا په سوریه کې د القاعدې ډلې یوه څانګه ده په نښه کړي دي.
داعش یو مهال له لویدیځې سوریې نیولې تر ختیځ عراقه ۳۴ زره میله خاورې واک اخیستی و او پر نږدې ۸ میلیونه خلکو یې خپله ظالمانه واکمني چلوله.
دا ډله په ۲۰۱۹ کال د خپلې خاورې له وروستۍ برخې و ایستل شوه. خو ملګرو ملتونو تېره میاشت خبرداری ورکړ چې دغې ډلې او ورپورې تړلو نورو ډلو ګواښونه ډېر شوي.
دا ګواښ په تېره بیا په جګړه ییزو او سوریې ګاونډیو هېوادونو کې ډېر دی.
د اټکل له مخې، داعش له ۵ زرو تر ۷ زرو پورې غړي او ملاتړي لري چې عراق او سوریه کې خپاره شوي او نږدې نیمايي یې جنګیالي دي.
داعش جنګیالي کلیوالي سیمو کې مېشت دي، له هغه ځایه بریدونه کوي او د سړک پر غاړه بمونو خښوي.