پوتین د اوکرایین جګړې کلیزې په درشل کې له چین سره همکاري ستایلې

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین وايي، له چین سره یې د هېواد اړیکي مخ پر وده دي او دواړه هېوادونه به سږ کال د خپلمنځي سوداګرۍ نوي پړاو ته ورسېږي.

نوموړي مسکو ته له ورغلي لوړپوړي چینايي دیپلومات وانګ یي، سره په لیدنه کې ویلي، دی له هغه سره په لیدنه کې پر نړیوال وضعیت خبرو ته لېوال دی، چې د ده په وینا ''سخت '' دی.

ښاغلي پوتین زیاته کړه، دی روسیې ته د چین ولسمشر شي ژینپینګ سفر ته منتظر دی. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، له چین سره همکاري د روسیې لپاره خورا مهمه ده.

په بیجینګ کې تر ډېره بریده باور شته چې راتلونکو میاشتو کې مسکو ته د چین د ولسمشر شي جینپینګ د سفر پر پلان هم کار کېږي.

په لنډه ځوابي وینا کې چې د ژباړن په مرسته ژباړل کېده، ښاغلي يي وویل، د چین او روسیې تر منځ اړیکي به د نورو هېوادونو تر فشار لاندې اغېزمن نه شي.

نوموړي زیاته کړه، دواړه هېوادونه چمتو دي چې ستراتیژیکه همکاري لا پیاوړې کړي. ښاغلي یي په پسته لهجه وویل، بیجینګ له مسکو سره د دواړو هېوادونو او نړۍ په ګټه د ملګرتیا پیاوړي کولو ته چمتو دی.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ولسشمر پوتین ته د چین ولسمشر شي جینپینګ نیکې هېلې بیان کړې.

د بخارسټ ناین غونډه

بل لور د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په ختیځه اروپا کې د ناټو سازمان له مشرانو سره د اوکرایین کړکېچ پر موضوع د خبرو لپاره ویني. ولسمشر بایډن به له دې لیدنې وروسته د پولنډ له سفره خپل هېواد ته ستون شي.

ولسمشر بایډن د ''بخارسټ ناین '' په نامه ډلې له مشرانو سره غږیږي چې د ناټو غړو ختیځو اروپايي هېوادونو مشران پکې شامل دي.

تمه کېږي چې ولسمشر بایډن به د سلواکیا، پولنډ او یو شمېر نورو دې هېوادونو له مشرانو سره ګډه خبري غونډه هم ولري، خو تر اوسه د دې غونډې وخت نه دی تائید شوی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې پرون سې شنبه د روسي او امریکايي لوريو لخوا د اوکرایین جګړې پیلولو په تړاو پر یوه بل سختې نیوکې وشوې او یو بل د جګړې پر پیلولو تورن شول. پرون له ولسمشر بایډن مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین له کوم ثبوت وړاندې کولو پرته خپلې هغه ادعاوې تکرار کړې چې دی یې پر اوکرایین د یرغل دلیل بولي.

ولسمشر پوتین په لوېدیځوالو تور پورې کړ چې په اوکرایین کې د جګړې د پیل عاملین دي او له امریکا سره یې د خپل هېواد اتومي وسلو کمولو یوې مهمې هوکړې کې د ګډون لغو کولو خبره وکړه.

نوموړي دغه راز د خپل هېواد د اقتصاد په هکله وویل چې د وړاندوینو برعکس یې وضعیت ښه و.

بل لور ته د اروپايي ټولنې مسوولین هم نن ناوخته په بروکسل کې د دې لپاره غونډه کوي چې پر روسي سیاستوالو، بانکونو او پوځي مشرانو د نویو بندیزونو په هکله وغږیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر اوکرایین د روسي پوځونو د یرغل یو کال بشپږیږي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه پیل شوی و.