بایډن: روسیه به هېڅکله اوکرایین کې ګټونکې نه شي

د امریکا ولسمشر جو بايډن د اوکرایین جګړې د لومړۍ کلیزې په مناسبت وینا کې ویلي چې روسیه به هېڅکله د اوکرایین کې ګټونکې نه شي.

ښاغلي بایډن پولنډ کې په خپله وینا کې وویل چې پوتین د امریکا له "اوسپنیز هوډ" سره مخ شوی او دا چې پر اوکرایین د روسې یرغل د ناټو غړي تر پخوا لا ډېر متحد کړي دي.

نوموړ وايي پوتین ګومان کاوه چې اروپا د روسیې پر تېلو متکي ده خو دده په وینا اروپايي هېوادونو د امریکا په همکارۍ اوس د روسیې د فوسیلي سونګ توکو بدیل مارکېټونه موندلي دي.

د امریکا ولسمشر له دې وړاندې پرون دوشنبه په یوه نااعلان شوي سفر د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته ولاړ او هلته يې وینا درلوده.

هغه نن د اوکرایین د لوېدیځ ګاونډي پولنډ د پلازمېنې وارسا د رویال ماڼۍ انګړ کې وینا واوروله.

ښاغلي بایډن وویل "نړۍ یو کال وړاندې د کیېف سقوط ته چمتو کېدله. خو زه تازه له کیېف راګرځېدلی یم او ویلی شم چې کیېف پیاوړی پر خپل ځای ولاړ دی."

هغه د اوکرایین د ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي مېړانه هم وستایله.

نوموړي خپله دا ژمنه هم تازه کړه چې د اوکرایین له مرستې به په شا نه شي.

هغه که څه هم په وار وار وویل چې کیېف له روانې جګړې بریالی وځي، خو د ډېرو سختو او ترخو ورځو وړاندوینه یې هم وکړه.

د جو بایډن تر دې وینا څو ساعته وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولس ته کلنۍ وینا درلوده.

ولس ته د ښاغلي پوتین کلنۍ وینا سږ کال شاوخوا اویا ورځې په ځنډ ترسره شوه.

هغه خپله دې وینا کې پر لوېدیځو هېوادونو توندې نیوکې وکړې او د اوکرایین د جګړې پر اور یې د تېلو پر شیندلو تورن کړل.

ښاغلي پوتین دا هم وویل چې امریکا سره د 'نیو سټارټ' په نوم د اټومي وسلو د کنټرول له تړونه وځي.

وړاندې سپينې ماڼۍ ویلي و چې ښاغلي بایډن تر خپلې وینا وړاندې د پوتین وینا هم اوري.