تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د یهودي طالبانو له ستم وتښتېدم بیا مې زوی وژغوره"
- Author, رافي بيرګ
- دنده, د بي بي سي د منځني ختیځ د چارو اېډېټر
کله چې د مکسیکو پولیسو د هغو یهودانو پر ډلې یرغل وروړ، د یوې پخوانۍ ډلې غړو غوښتل د ماشومانو پرضد د جرمونو تورنې ډلې سره یوځای شي. ددې پرځای دا قضیه رسنیزه شوه او دا ډله وبښل شوه خو تر کشفېدو مخکې یې په اړه ډېر مالومات نه وو.
ددغې ډلې یوه پخواني غړي له بي بي سي سره خبرې کړې دي.
کله چې یسراییل عمیر واده وکړ، دی او ناوې یې د یهودانو د دودیزې چترۍ لاندې وو او شاوخوا ترې خلک راتاو وو. خو د دوی د خوشحالۍ دا ورځ په غم واوښته.
یسراییل او مېرمن یې مالکه (مستعار نوم) ۱۶ کلن وو چې لومړی ځل یې له یو بل سره ولیدل. د دواړو واده د مشرانو په خوښه ماشومتوب کې کېدونکی و.دا ډله چې (لیف طاهور) نومېږي او په عبري/عبراني ژبه یې معنا (پاک زړه) ده، ځان اصیل یهودان ګڼي، خو پخواني غړي یې وايي دا مازې یوه ډله ده.
یسراییل چې اوس ۲۲ کلن دی، راته وویل، ناست وو او د تل ابیب جنوب کې د خپلې عمه د کور شاتنۍ برخه کې یې بنډار کاوه: "بله چاره مو نه وه، یهودي مشر خپل دفتر ته وروغوښتم راته ویې ویل راتلونکې اونۍ به واده کوې، که رد دې کړه جزايي کېږې به."
خور مې ۱۳ کلنه وه او له یوه ۱۹ زلمي سره یې اجباري واده ته اړایستله. هغې ژړل. ډېر یې وژړل، خو دوی د یوه کال لپاره له خبرو منع کړه. یوه خبره مو هم نه شوای کولی. هغې خواړه نه شو غوښتلی، تشناب ته د تللو اجازه یې نه شوی اخیستی، هېڅ نه".
دا په ګواتیمالا کې د ژوند یوه برخه وه او د واده قانوني عمر ۱۸ کاله و.د لیف طاهور ډېری غړي په ۲۰۱۳ کال ګواتیمالا کې مېشت شول. دوی له کاناډا تښتېدلي وو، ځکه چې هلته له ماشومانو سره د ناوړه چلن له تورونوسره مخامخ وو. خو دې ډلې دا تورونه رد کړي.
یسراییل وايي، خور یې له یوه کال سزا وروسته هم په زغرده خبرې نه شو کولی.
دی وايي وروسته وضعیت تر دې هم بد شو. "هره ورځ مې د لیف طاهور بنسټګر شلومو هیلپرانس لیده او یو بل مشر به ورسره وو ماشومان به یې خپلو خونو ته بېول، د ماشومانو عمرونه له اتو کلونو لوړ نه وو، بیا به یې میکیفېه (د ماشومانو د پاکوالي د مراسمو حمام) ته بېول. نه پوهېدم دوی څه ورسره کول؟ خو اوس پوهېږم".
یسراییل زیاتوي، هلکانو او نجونو ورته وویل چې جنسي تېري پرې شوی او یرغمل شوي وو.
بي بي سي له هغو ماشومانو سره چې زور زیاتی ورسره شوی او له دې ډلې وتلي دي، د خبرو هڅه وکړه خو له هېڅ یوه سره یې خبرې ونه شوې.
یسراییل دا هم وايي چې "هیلپرانس ځان د مسیح په شان انځور کړی و، څه یې چې غوښتل هغه یې کول ځکه چې دی مقدس شخص دی. ده به راته ویل چې له اسمان نه راغلی چې خلک اصلاح کړي او یو فوق العاده قوت لري، پلویانو یې هم ریښتونی بللی".
دی وايي، د دوی یوه طریقه دا وه چې ماشومان له خپلو کورنیو جلا او له نویو کورنیو سره یې یوخای کړي او والدین ته یې له بچیانو سره د هېڅ راز اړیکې نیولو فرصت نه ورکوي.
یسراییل اته کلن وو چې پلار یې شاوول اسراییلو کې له خپل کور او شپږو وروڼو جلا او ګواتیمالا ته واستاوه. دی وايي لیف طاهور ډلې او د ده کورنۍ یې په جبر ورته وویل چې ګواتیمالا جنت دی، داسې ځای چې حیوانات له ماشومانو سره لوبې کوي.
خو هلته هرڅه سرچپه وو "ټول ماشومان له یو او بل جلا شول، ماشومان باید پر ډبرینه او لوڅه ځمکه څملاستي وای، هره ورځ به د سهار درې بجې راویښېدو ټوله ورځ به مو عبادت کاوه، خوراک او څښاک هېڅ نه وو، له نورو ماشومانو سره مو پر خبرو بندیز و، که هیلپرانس به راغی بیا به نو د څو ساعتونو لپاره موږ ایسار پاتې وو او ځینې وخت به ما ته په ولاړې خوب راغی".
"زموږ هرڅه د دوی په لاس کې و، ان تشناب ته به هم چې تللو باید د دوی اجازه مو لرلی".
"موږ ته درس هم نه راکول کېده، ان تورات یې هم نه رازده کاوه چې ذهنونه مو خلاص شي، یوازې د هیلپرانس لیکلي شیان مو زدکول، د شپې تر ۱۱ بجو به پرې بوخت وو".
یسراییل وايي د دې ډلې غړو یوازې مشخصه سبزي او مېوه خوړله. مشرانو یې پر غوښې، کبانو او هګیو بندیز لګولی و او دلیل یې دا و چې ګنې پر میراثي هندسي شکل اغېز کوي. خو اوس موږ پوهېدو چې د دوی هدف له پروټین نه د ماشومانو محرومول او کمزوري کول وو.
دی زیاتوي: "خو هیلپرانس بیا د هګیو، کبانو او غوښې په ګډون هرڅه خوړل. د خپلې روغتیا لپاره یې دا کار کاوه، خو چا پوښتنه نه شوای ترې کولی چې ولې".
هیلپرانس په ۲۰۱۷ کال مکسیکو کې ومړ. په یوه بند کې ډوب شو. د هغه زوی ناخمان چې وروسته ددې ډلې مشر شو، د امریکا د محکمې په وثیقو کې تر خپل پلار "لا ډېر سختدریځی" یاد شوی دی.
یسراییل وايي: "کله چې زه هلته بوتلل شوم، لا ماشوم وم، حالت نا عادي و، خو هېڅ مې نه شو کولی، خو وروسته پوه شوم چې باید له دې ځایه ووځم".
دی وايي چې "هغوی ستا ځای هر وخت معلوماوه، خو یوه ورځ مشرانو په ښار کې (اوراتوریو- هغه ځای چې دا ډله ور انتقال شوې وه) د یوه څیز چاپولو لپاره ولېږلم، هلته د انټرنېټ یو ځای و، په یاد مې دي چې هلته څنګه کمپیوټر څنګه زموږ کور کې - کله چې کوچنی ماشوم وم، کمپیوټر ته ورته و. خو په کارولو یې نه پوهېدم، له دوکاندار مې وغوښتل چې مرسته راسره وکړي".
کله یې چې د ګوګل د لټون چل زده کړ، یسراییل له دوکاندار وغوښتل چې د لیف طاهور په نامه ډله ولټوي، څه یې چې وموندل ډېر بوږنوونکي وو. دی وايي: "ددې ډلې په اړه مقالې وې، کوم باور چې ما درلود په یقین بدل شو. "
د رپوټونو په پایله کې هغه رپوټ هم وو چې د ده عمه اوریت چې اسراییل ته ستنه شوې وه، څنګه ددې ډلې پرضد مبارزه کوله.
یسراییل د خپلې عمه د برېښنالیک پته ومونده او یو لیک یې ورته واستاوه، اوریت وايي دا لیک چې ورغی دا هم حیرانه شوه. او له یسراییل یې وغوښتل چې همدې دوکان ته تګ راتګ زیات کړي. یسراییل یوڅه پیسې پیدا کړې او یو تیلیفون یې واخیست او له خپلې عمه سره یې اړیکه پرې ونیوله.
ده په موسکا وویل: "کله چې هغې زما غږ واورېد، سخته خوشحاله شوه، راته ویې ویل چې رابه شي چې له دې ځایه مې وباسي، څو ورځې وروسته زه وتښتېدم".
"یوه شپه له دروازې ووتم او ځنګل کې مې ۱۵ دقیقې منډې وکړې چې یوې چټکې لارې ته ورسېدم، یوه لارۍ مې ودروله او ګواتیمالا سیټي ته یې دوه ساعته وروسته ورسولم. وېرېدلی وم چې راپسې رانشي، اوریت راته انتظار وه خو لا مې لیدلې نه وه، پیل کې نه پوهېدم که غېږ کې یې ونیسم ځکه چې هغې د لیف طاهور د ښځو جامې نه وې اغوستې، او د دوی په ډله کې د بل جنس (چې د واده له چوکاټ بهر وي) لمس کول بالکل حرام دي".
ددې ډلې یوه ځانګړتیا دا ده چې ښځو ته په درې کلنۍ کې د ټول بدن د پټولو اوږده چپنه ور اغوندي او په عامه ځایونو کې ښځې خپل مخونه هم پټوي، یوازې سترګې یې لوڅې وي. له همدې کبله په خبري رپوټونو کې لیف طاهور ډله د یهودي طالبانو په نامه یاده شوې ده.
په پیل کې یسراییل له خپل زوی پرته د تللو هوډ نه کاوه، خو اوریت ژمنه ورسره وکړه چې خپل ماشوم به به رسېږي، له ګواتیمالا اسراییلو ته ولاړل. هغه وخت یسراییل ۱۹ کلن و او پنځه کاله یې له طبیعت لیرې ګوښه ژوند کړی و.
دی وايي "باید له صفر مې ژوند پیل کړی وای،له خلکو سره کتل، ملګرتیا جوړول، او ان ژبه له سره زدکول، دا کار ډېر ګران و".
دی او اوریت ګواتیمالا ته څو ځله ولاړل چې د یسراییل زوی راستون کړي، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه.
په تېره سپتمبر میاشت کې، له پټ ماموریت وروسته له اسراییلو څلور کسیزې ډلې (چې دوه پکې د موساد پخواني جاسوسان، یو د پولیسو افسر او بل پخوانی وکیل و) د مکسیکو چیاباس ولایت کې د لیف طاهور پر پټنځي برید وکړ.
ددې برید اجازه یوه قاضي د یادې ډلې د جرمي فعالیت له معلومولو وروسته ورکړې وه، ځکه چې دوی د نشه يي توکو راکړه ورکړه او د تښتونې کارونه کول.
نیفو یو له هغو کسانو و چې له هغه ځایه راویستل شو او اسراییل ته واستول شو.
یسراییل وايي: "ومې ژړل، خو نیفو ارام و، ډاډه وم چې دی انګېري زه به یې پلار یم".
مالکه هم راویستل شوه خو له دې ډلې د وتلو زړه یې نه کاوه، دا او شل نور کسان په یوه حکومتي سرپنا کې بند شول، خو پنځه ورځې وروسته وتښتېدل. ددې ډلې دوه مشران د انسانانو د قاچاق او خطرناکو جنسي جرمونو په تور ونیول شول خو یوه سیمه ییز قاضي یې د خوشي کولو امر وکړ.
د لیف طاهور د سرغړونو په اړه د یسراییل د څرګندونو په باب کومه خپلواکه څېړنه نه ده شوې، خو ددې ډلې د نورو پخوانیو غړو له ګواهیو سره سر خوري.
د لیف طاهور ویاند اوریل ګولډمن دغه تورونه رد کړي دي.
هغه بي بي سي ته وویل: "ټول تورونه ردوم او زموږ لوی ثبوت په مکسیکو کې د سیمه ییز قاضي خبرې دي. له الف تر یا پورې د ټولو ثبوتونو او دلایلو له اورېدو وروسته، قاضي په پرېکنده ډول د دې قضیې د تړلو امر وکړ. "
یوې سرچینې ویلي، ټول هغه چې مکسیکو کې له حکومتي پناځي تښتېدلي او ان د دوی دوه خوشي شوي مشران هم بېرته ګواتیمالا ستانه شوي.
نژدې ۱۲ زره کیلومتره لیرې، یسراییل له نیفو سره د تل ابیب په یوه څنډه کې خپل نوي کور کې ژوند پیل کړ. څو کاله د ټیکنالوجۍ له کارولو منع شوی، او اوس په بار ایلان پوهنتون کې په دې هیله د کمپیوټر ساینس پوهنځی لولي، چې د پروګرام جوړولو انجنیر شي.
دی وايي: "تر دې وروسته، اسمان ته حدود نه شته".