امریکا چین ته نژدې فیلیپین کې څلور نورې پوځي‌ اډې جوړوي

د امریکا دفاع وزیر

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن د چين ګاونډي فیلیپین ته د سفر پر مهال د نورو پوځي اډو تر لاسه کولو تړون وروستی کړی دی.

په دې توګه امریکا په فیلیپین کې څلور نورې پوځي اډو هوکړه تر لاسه کړې چې د چین سویلي سمندر او ټایوان په شاوخوا کې به د چین څارنه ترې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د فیلپین په پلازمېنه منیلا کې خبریالانو سره په خبرو کې ویل پوځي تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ ایتلاف لا پیاوړی کړي.

" زه د خپل اېتلاف راتلونکې ته په ښه نظر ګورم او باوري یم چې موږ به د خپلو ګډو ارزښتونو د ازادۍ، دیموکراسۍ او انساني کرامت لپاره په ګډه کار وکړو، امریکا او فیلپین یوازې متحدین نه بلکې یوه کورنۍ دي."

بل خوا د فیلپین دفاع وزیر ګارلیتو ګالویز هم امریکا خپله ښه متحده وبلله او ویې ویل چې فیلپین ته د ښاغلي اسټن سفر او پوځي تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له څو اړخونو پیاوړي کوي.

"دا سفر او تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشري مرستو، اقتصادي ودې، سولې او امنیت په برخه کې اړیکې لا پیاوړې کړي. دا سفر دا په ډاګه کوي چې د امریکا حکومت غواړي له خپلو ملګرو سره مرسته وکړي."

دا هغه خالي سیمه ده چې امریکا له شمالي لوري د خپلو متحدانو سویلي کوریا او چاپان او له سویلي لوري اسټرالیا پرې څار نه درلود.

خو د امریکا له څاره پټه پاتې دغه سیمه کې یې اوس د فیلیپین په مرسته واک پیدا کړ.

دا تړون، د امریکا د استعماري هڅو د ۳۰ کلونو پخوا یوه برخه وه چې د شنونکو په باور ډېره کوچنۍ خبره نه ده.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز د سویلي اسیا پروګرام مشر ګریګوري بي پولینګ وایي: "د چین سویلي سمندر کې هیڅ داسې څه نشته چې د فیلیپین لاس رسي ته اړتیا ونه لري، امریکا دا ځای خپلې اډې نه بلکې دایمي سیمه بولي."

د دې تړون خبره د امریکا دفاع وزیر او فیلیپیني‌ ولسمشر له لېدنې وروسته ډاګیزه شوه.

ټاکل شوې چې امریکا په دې اډو کې لوی شمېر پوځیان مېشت کړي.

فیلیپین له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې نږدې د ۱۵ زره امریکایي پوځیان کوربه دی چې د اسیا په کچه په لویو پوځي اډو کې پراته دي.

دغه هېواد چې له چین سره د چین سویلي سمندر په ځینو ټاپوګانو لانجه لري، د خپل سیال چین د کمروزي کولو لپاره هر ډول هڅې کوي.

چین له ۲۰۱۴ کال را پدې خوا په سیمه کې لس مصنوعي ټاپوګان جوړ کړي چې یوه یې د فیلیپین ځانګړي اقتصادي زون په منځ کې دی.

د امریکا او فیلپین ترمنځ نوی پوځي تړون داسې مهال شوی چې چین غواړي خپله ساحه پراخه کړي او ټایوان له خپلې خاورې سره یوځای کړي.

بېجېنګ واشنګټن تورن کړی چې فیلپین له چین سره جګړې ته ټیل وهي او وایې واشنګټن د خپلو ګټو په خاطر د سیمې هېوادونه استعمالوي.

فلپین

د عکس سرچینه، Getty Images

ټاکل شوې چې امریکا په دې اډو کې لوی شمېر پوځیان مېشت کړي.

بل خوا بیا په دې هېواد کې کیڼ اړخو ددې پرېکړې مخالفت کړی او وایي نه غواړي امریکا د دوی په هېواد کې پوځي اډې ولري.

فلپین له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې نږدې د ۱۵ زره امریکایي پوځیان کوربه دی چې د اسیا په کچه په لویو پوځي اډو کې پراته دي.

دغه هېواد چې له چین سره د چین سویلي سمندر په ځینو ټاپوګانو لانجه لري د خپل سیال چین د کمروزي کولو لپاره هر ډول هڅې کوي.

چین له ۲۰۱۴ کال را پدې خوا په سیمه کې لس مصنوعي ټاپوګانې جوړې کړې چې یوه یې د فلپین ځانګړي اقتصادي زون په منځ کې ده.