بایډن: د چین د برید پر وړاندې به د تایوان دفاع وکړو

Taiwan air force exercise sept 22

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا ویلي چې هېواد به یې د چین د "بې ساري برید" په صورت کې د تایوان دفاع وکړي.

ښاغلي بایډن له سي بي ایس تلویزیون سره مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چین پر تایوان برید وکړي، نو ایا امریکايي ځواکونه به د تایوان دفاع ته ورودانګي، د "هو" ځواب ویلی.

د امریکا ولسمشر دې مرکه کې چې یکشنبه خپره شوه، دا هم وویل چې د تایوان پر وړاندې د واشنګټن پالیسي نه ده بدله شوې.

د تایوان په تړاو د امریکا پالیسي مبهمه ځکه ده چې دا هېواد د تایوان دفاع ته ژمن نه دی، خو له دغه انتخابه انکار هم نه کوي.

تایوان چې د چین ختیځ ته پروت ټاپو دی، خپل حکومت او اداره لري، خو بېجېنګ یې لویه کې د خپلې خاورې برخه ګڼي.

امریکا له یوې خوا د چین د احتمالي برید پر وړاندې تایوان سره د درېدو خبره کوي او بله خوا یې د 'واحد چین پالیسي' هم منلې ده.

امریکا د دې پالیسۍ له مخې په زغرده منلې چې تایوان د چین د خاورې برخه ګڼي، د یوه جلا دولت په توګه یې په رسمیت نه پېژني او دیپلوماتیک اړیکي ورسره نه پالي.

همدا پالیسې د چین او امریکا د اړیکو بنسټ جوړوي.

خو واشنګټن بیا هم دغه ټاپو سره نږدې اړیکې پالي او د یوه ځانګړي اړوند قانون له مخې پرې د ځان دفاع لپاره وسلې پلوري.

ښاغلي بایډن سي بي اېس ته دې مرکه کې ویلي "د واحد چین پالیسي پر خپل ځای ده او تایوان پخپله د خپلې خپلواکۍ په اړه قضاوت کوي. موږ حرکت نه کوو، د دوی خپلواکي نه هڅوو - دا یې خپله پرېکړه ده."

د امریکا ولسمشر تېره می میاشت کې هم ورته څرګندونې کړې او ویلي و چې که په تایوان برید ورشي، دفاع لپاره به یې پوځي مداخله وکړي.

Joe Biden

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، جو بایډن

خو سپینې ماڼۍ د هغه په دغو څرګندونو پسې ژر وویل چې د امریکا پالیسي نه ده بدله شوې.

سپینې ماڼۍ دا ځل هم یوه اعلامیه خپره کړې چې د ښاغلي بایډن له څرګندونو سره تناقض پکې ښکاري.

دا علامیه وايي "ولسمشر (بایډن) د روان کال لومړیو کې د توکیو په ګډون، پخوا لا ویلي دي.‌ هغه دا هم روښانه کړې وه چې زموږ د تایوان پالیسي نه ده بدله شوې."

په هره توګه دا تېر یوه کال کې دریم ځل دی چې ولسمشر جو بایډن د پوځي مداخلې د ژمنې په مطرح کولو سره د امریکا له سیاسي دریځه وړاندې ګام ږدي.

نوموړي لومړی ځل د ۲۰۲۱ اکتوبر او بیا تېره می میاشت کې همدا خبره کړې وه.

واشنګټن د روانې میاشتې لومړیو کې پر تایوان د ۱ اعشاریه ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو او توغندیو دفاعي سیستمونو د پلورلو هوکړه وکړه.

دا ګام د چین له غوسې سره مخامخ شو.

Speaker of the House Nancy Pelosi greets President Joe Biden

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روان کال تایوان ته د نانسي پلوسي لانجمن سفر ولسمشر بایډن ته سرخوږی جوړ کړ

‌د امریکا او چین ترمنځ کړکېچ روان کال تر هغې وروسته اوج ته ورسېد چې د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي اګست کې تایوان ته ولاړه.

ولسمشر بایډن هم د هغې دغه لانجمن سفر سره مخالفت ښودلی دی.‌

بېجېنګ د دغه سفر غبرګون کې پنځه ورځې د تایوان شاوخوا پوځي مانورې او تمرینات وکړل.

امریکا ادعا وکړه چې د دغو مانورو پر مهال یې د تایوان پر فضا د چین توغندي شنډ کړي، خو چین دا خبر نه دی تایید کړی او تایوان بیا ویلي چې د چین لخوا توغول شوي توغندي له اتموسفیر پورته وو او خطر یې نه دی پېښ کړی.