د چین ولسمشر: له تایوان سره د 'بیا یو ځای کېدو' بهیر باید 'بشپړ' شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین ولسمشر شي جین پینګ وايي، له تایوان سره د 'بیا یو ځای کېدو ' بهیر باید 'بشپړ ' شي.
نوموړی وايي، دغه یو ځای کېدل به سوله ییز وي، خو خبرداری یې ورکړ چې د چین خلک له بېلتون پالنې سره د مخالفت یو ''پرتمین دود لري. ''
د ښاغلي شي دې څرګندونو ته په غبرګون کې د تایوان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د تایوان راتلونکی د تایوان د خلکو په لاسونو کې دی.
تایوان ځان یو مستقل دولت بولي، خو چین د خپل یوه بېل شوي ایالت په نظر ورته ګوري.
بل لور ته چین د زور له لارې د تایوان یو ځای کولو خبره هم نه ده رد کړې.
د یادونې ده، چې د ښاغلي شي له دې څرګندونو مخکې د چینايي هوايي ځواک جیټ الوتکو د تایوان په هوايي دفاعي زون کې نژدې ۱۵۰ الوتنې کړې دي.
بل لور د ښاغلي شي ورورستیو څرګندونو کې چې د چین ۱۹۱۱ انقلاب د ۱۱۰ کلیزې په مناسبت یې کړې، د نوموړي لهجه نرمه بلل کېږي.
له دې مخکې پر دې موضوع د خبرو پر مهال جولای میاشت کې نوموړي ژمنه کړې وه، چې د تایوان خپلواکۍ هڅې به 'وځپي '
په تازه څرګندونو کې ښاغلي شي وویل:
''د هېواد د خاورې یووالي تاریخي هدف باید ترلاسه شي او په غوڅ ډول باید دې هدف ته ورسېږو. ''
د نوموړي په وینا دغه یو ځای کېدل باید د ''یوه هېواد دوو نظامونو '' پالیسۍ له مخې په سوله ییز ډول تر سره شي، هغې پالیسۍ ته نژدې په ورته ډول چې هانګ کانګ کې پلې شوې ده.
نوموړي د تایوان خپلواکۍ بېلتونپالنه وبلله او په وینا یې د چین یو موټیوالي لړ کې همدا تر ټولو لوی خنډ او پټ خطر دی.
د تایوان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هکله وايي، د یوه هېواد او دوو نظامونو نظام ردولو لړ کې د تایوان د خلکو نظر خورا څرګند دی.
د تایوان ولسمشرۍ ماڼۍ دغه راز له بیجینګ غوښتي چې د ''نفوذ تپلو، ځورونې او ویجاړي رامنځته کولو '' له اقداماتو ډډه وکړي.










