مېټا ګواښ کړی چې امریکا سره تړلي خبرونه لېرې کوي

د عکس سرچینه، Chesnot
د فېسبوک څښتن شرکت مېټا ګواښ کړی چې امریکا کې د یوه نوي قانون له پلې کېدو سره به پر فسبوک د دغه هېواد د خبرونو محتوا یا منځپانګه لېرې کړي.
دغه شرکت له هغه نوي قانون سره مخالف دی چې خبري ادارو ته ځواک ورکوي چې پر فسبوک د خپلو مطالبو د خپرولو لپاره په لګښت کې جوړجاړی وکړي.
ورته قانون چې په استرالیا کې هم تصویب شوی، تېر کال کې پکې د لنډې مودې لپاره پر فسبوک د خبرونو خپرول بند کړل شوي و.
مېټا ادعا کوي چې په حقیقت کې د دوی په وسیله د خبري رسنیو لیدونکو او لوستونکو شمېر زیات شوی.
مېټا همدا راز زیاته کړې چې رسنۍ د خپلو خبرونو منځپانګې پر فسبوک خپروي ځکه چې "دا کار یې په ګټه دی."
دا قانو چې د سیالۍ او خبریالۍ د خوندیتوب قانون (جی سي پي ای) په نامه یادېږي، په کانګرس کې د مینیسوټا سناتور امي کلوبوچار له خوا معرفي شوی او خپروونکو ته د دې فرصت برابروي چې د ټولنیزو رسنیو له شرکتونو سره د سوداګریزو اعلانونو له درکه په ترلاسه کېدونکي عاید چنې ووهي.
رسنیز شرکتونه استدلال کوي چې مېتا پر فیسبوک د خپرو شویو خبرونو پر سر زیاته اندازه پیسې ګټي.

د عکس سرچینه، Getty Images
محلي رسنۍ په ځانګړې ډول د کورونا وبا پر مهال له سختو ستونزو سره مخ شوې ځکه مېتا ترې زیاته ګټه ترلاسه کوله.
خو مېټادا هر څه ناسم یادوي او ادعا کوي چې مېتا رسنیو ته ګڼ شمېر لیدونکې او اورېدونکې موندلې دي.
د مېتا ویاند اندي سټون وايي:"که کانګرس د ملي امنیت قانون د یوې برخې په توګه د ژورنالیزم ناسمه لایحه تصویب کړي، مونږ اړ یوو چې د دوی خبرونه په بشپړ ډول له خپل پلټفارم لېرې کړو."
مېټا وايي چې فسبوک حسابونو کې د خبرونو خپرول یې د ټول عاید یوازې یوه برخه ده.
د استرالیا ورته قانون چې په ۲۰۲۱ کال کې تصویب شوی و، په دغه هېواد کې د فسبوک خبرونو خپرولو د لنډمهال بندېدو لامل شو خو له سختو نیوکو وروسته یې د استرالیا حکومت سره د یوې هوکړې له مخې خپله پرېکړه بېرته واخسته.
د استرالیا د وړاندیز شوي قانون په اړه تېر کال په یوه بیان کې د مېتا یوه ویاند ویلي و: "د خبرونو له درکه د فسبوک ګټه ډېره کمه ده، خبرونه د هغې د منځپانګې ۴ سلنه برخه جوړوي چې خلک یې په خپلو نیوز فیډونو کې ګوري."
د امریکا د اقتصادي ازادۍ پروژې د څېړنو رییس مت سټولر وايي، رسنۍ د مېتا له خوا "ژوندۍ خوړل کېږي."
نوموړي زیاته کړې:" د کانګرس د بلک مېل کولو لپاره د مېتا هڅې یو ځل بیا دا ثابتوي چې ولې دا انحصار په ټوله نړۍ کې د ډیموکراسۍ پر وړاندې ګوښ دی."









