د ایران فوټبال لوبې پر مهال د حکومت پلويانو او مخالفو نندراچیانو تر منځ تاوتریخوالی شوی

Security staff speak with fans holding up a shirt with the name of Mahsa Amini and a flag advocating for women's rights during the FIFA World Cup Qatar 2022 Group B match between Wales and IR Iran at Ahmad Bin Ali Stadium on November 25, 2022 in Doha, Qatar. People have continued demonstrating in Iran over the death of Mahsa Amini in September.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امنیتي کسان له هغو نندارچیانو سره د خبرو په حال کې لیدل شوي چې د مهسا امیني انځورونه یې پر کالیو کښلي وو.
    • Author, ندیم شاد
    • دنده, بي بي سي

د فوټبال نړیوال جام سیالیو لړ کې د ایران دویمې لوبې پر مهال د جمعې پر ورځ لوبغالي کې د حکومت پلوه نندارچیانو او احتجاجیانو تر منځ ناندرۍ او لفظي شخړې رامنځته شوې.

ځینې احتجاجي نندارچیانو ویل، له دوی بیرغونه اخیستل شوي او ځینو نورو بیا ادعا کوله چې نارې پرې شوې دي. د قطر لوبغالي مسوولینو هم ځینې داسې کمیسونه او نور توکي ضبط کړي چې د حکومت ضد شعارونه پرې لیکل شوي وو.

په ایران کې له تیر سپتمبر راهیسې چې ۲۲ کلنه مهسا امیني د تهران پولیسو په توقیف کې مړه شوه، د احتجاجونو لړۍ روانه ده. اغلې امنیتي د اخلاقي فساد ضد پولیسو په پلازمېنه تهران کې د ټیکري سم نه پرسرولو په تور نیولې وه، چې درې ورځې ورسته مړه شوه.

له هغې پېښې راهیسې د ایران په لر او بر کې احتجاجونه روان دي او ایراني حکومت سخت غبرګون څرګند کړی. د جمعې پر ورځ په داسې حال کې چې په احمد بن علي لوبغالي کې د ایران او ویلز تر منځ فوټبال لوبه روانه وه، ځینو نندارچیانو له اسلامي انقلابه د مخکې مهال ایرانی بېرغ لېږداوه، چې حکومت پلوه نندارچیانو ترې په زور واخیستل.

رپوټونو کې ویل شوي، ځینې هغه نندارچیان کنځل شوي هم دي، چې د (ښځه، ژوند، ازادي) شعار یې پر کمیسونو لیکلی و. دا هغه شعار دی، چې د ایراني حکومت ضد احتجاجیانو په لاریونونو کې معمول دی.

د ویډیو تشریح، د هغې ښځې مخه نیول شوې چې پر کمیس یې د مهسا امیني تصویر کښل شوی و.

د لوبې لیدو ته یوې راغلې ښځې ادعا کوله چې حکومت پلوه نندارچیانو قطري پولیسو ته شکایت کړی او هغوی دې ته امر کړی، چې د ایران په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو نومونه له مټو پاک کړي. یوې بلې ښځې بیا شکایت کاوه، چې په داسې کمېس کې لوبغالي ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېده، چې د مهسا امیني انځور پرې چاپ شوی و.

د یادونې ده چې روانه اونۍ په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو شورا د یوه داسې پلاوي ګومارلو لپاره رایې ورکړه چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو ځپلو په تړاو پلټنې وکړي. ملګرو ملتونه وايي، په دې مظاهرو کې تېرو نهو اونیو کې ۳۰۰ کسان وژل شوي او نژدې ۱۴۰۰۰ نیول شوي دي. ایران بیا دا یو متکبرانه سیاسي چل ول بولي او ردوي یې.