ايران کې احتجاجونه: د اعتراض کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې

د ايران په ځينو برخو کې د پخوانیو لاریونونو په دوام په نويو لاریونونو کې هم د اعتراض کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتو او مخامخ کېدو راپورونه ورکړل شوې.

تازه د لاریونوالو او انتظام کونکو تر منځ په اخ و ډب کې لږ تر لږه د څلورو حکومت پلوه ځواکونو د وژلو پخلی شوی، بل خوا د ایران یوه روحاني مشر کاشمر ویلي چې د یو شمېر معترضه ځوانانو لخوا وهل ټکول شوی دی.

د دواړو لورو تر منځ د تاوتریخوالي په دوام امنیتي ځواکونو د کوردستان ماریفان ښار کې پر اعتراضیانو اوښلن ګاز کارولی. دلته هم خلک وروسته له هغه لارو او کوڅو ته وتلي چې د یوې ځوانې محصلې نسرین قادري پر وژنې قهرېدلي. لاریون کوونکي ادعا کوي چې نسرین په حکومتي -ضد لاریون کې له سختو وهلو ټکولو وروسته ساه ورکړې.

د راپورونو له مخې د هغې جنازې مراسم نن سهار په داسې حال کې وشول چې امنیتي ځواکونو د عامو خلکو د ګډون مخنیوی کاوه. په ماریفان ښار کې دوکاندارانو هم اعتراض کړی او د اعتراض په بڼه یې هټۍ تړلې دي.

په ایران کې له څه باندې ۵۰ ورځو راهیسې د نامناسب حجاب په تور د یوې مېرمنې له وژل کېدو سره اعتراضونه پیل شوي

د بشري حقونو د فعالانو د یوه راپور پر بنسټ په دې لاریونونو کې تر دې دمه لږ تر لږه ۳۱۸ تنه وژل شوې چې له ډلې یې ۴۹ تنه ماشومان او تنکي ځوانان دي.

خپله ایراني چارواکو بیا تر اوسه په دې پراخو لاریونونو کې د وژل شویو یا نیول شویو کسانو رسمي شمېر نه دی خپور کړی خو دا لاریونونه له هرې نیونې یا وژنې وروسته نوی رنګ اخلي.

په دې لړ کې نن یو ځل بیا د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خلک د یوې بلې پېغلې فعالې نسرین قادري د وژنې په غبرګون لارو کوڅو ته راوتلي و.

د ایران د استازو مجلس اکثرو غړو په جنګ کې د ښکېلو محکومانو د "اعدام" غوښتنه کړې

د ایران د استازو مجلس ۲۲۷ غړو د ایران د قضایه قوې له مشر غوښتې چې په محاربه محکوم اعتراض کونکي دې ژر تر ژره عدام شي.

د ایران د استازو په مجلس کې ۲۹۰ وکیلان دي، د هغې له ډلې د ۲۲۷ تنو په یوه بیان کې راغلي " موږ د دې ولس د استازو په توګه د حکومت له چارواکو په ځانګړي ډول له قضایه قوې غواړو، هغو کسانو ته د عبرت ډکه سزا ورکړي چې لکه د داعش وسله والې ډلې په څېر یې د خلکو پر مال او ځانو بریدونه کړي او د هغو کسانو پر وړاندې د قصاص الهی حکم عملي کړي چې په هر لباس او ډله کې یې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی."

د ایران اسلامي جمهوريت د قوانینو پر بنسټ د "محاربې" تور د اعدام په سزا ختمېدی شي.

دا بیان له هغې وروسته راغلی چې د نړۍ په بېلابېلو په ځانګړي ډول د امریکا په شېکاګو کې مېشتو ایرانیانو اندېښنه ښودلې وه چې په ایران کې لاریون کوونکي له سخت ګواښ سره لاس او ګرېوان دي.

دوی هم نن په یوه خپاره شوې بیان کې خبرداری ورکړی چې د دوی په باور که نړیواله ټولنه خپل فشار ډېر نکړي لرې نه ده چې په ایران کې اعتراض کوونکو ته اعدام سزا ورکړل شي.