د عکسونو ګالري: سیول کې د ټېل ماټېل مرګونې پېښه تصویرونو کې

د سویلي کوريا پلازمېنه سویل کې د ټېل ماټېل یوه مرګونې پېښه کې له ۱۵۰ د ډېرو کسانو د وژل کېدو له تایید وروسته د ویر او خپګان فضا خپره ده.

دا پېښه د هالووین جشن پر مهال شوې او ډیری قربانیان یې ځوانان ښودل شوي دي.

دلته تر دې خونړۍ پېښې وروسته ځیني اخیستل شوي عکسونه کتلی شئ.

Itaewon crowd scene, 29 Oct 22

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سویل د اېتایوون سیمې یوه تنګه کوڅه کې د خلکو پراخه ګڼه ګوڼه لیدل کېږي
Survivors of crush, 29 Oct 22

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پېښې ډېری قربانیان او د جشن ګډونوال زلمي او ځوانان ښودل شوي
Ambulance crew at scene, 30 Oct 22

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د مرګژوبلې کچې لوړېدو سره لا ډېر مرستندویان او امبولاسونه د پېښې ځای ته ور روان وو
Alley scene after crush, 30 Oct 22

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ویل کېږي دا هغه تنګه کوڅه ده چې خلک پکې ټېل ماټېل پر مهال تر پښو لاندې شوي
Halloween party items left by victims, 30 Oct 22

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پېښې ځای کې د هالووین جشن ماسکونو په ګډون د قربانیانو ځینې توکي هم پاتې دي
Seoul - grieving relatives, 30 Oct 22

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د یوه قرباني تر پېژندل کېدو وروسته یې خپلوان او ملګري ویر کوي

د ټولو انځورونو حقونه خوندي دي.