د اندونیزیا فوټبال سیالۍ ټېل ماټېل کې ۱۷۴ تنه وژل شوي

د ویډیو تشریح، د اندونیزیا فوټبال سیالۍ ټېل ماټېل کې ۱۷۴ تنه وژل شوي

اندونیزیا کې د فوټبال تر یوې سیالۍ وروسته ټېل ماټېل کې لږترلږه ۱۷۴ کسان وژل شوي.

چارواکو ویلي دا کسان تر هغې وروسته تر پښو لاندې شول چې پولیسو د لوبډلو د قهرېدلو مینوالو خورولو لپاره اوښلن ګاز وکاراوه.

د 'ارېما اېف سي' او 'پېرسبایا سورابیا' فوټبال کلبونو ترمنځ دا لوبه د اندونیزیا ختیځ جاوا ټاپو کې کېده چې د ارېما په ماته تمامه شوه.

تر دې لوبې وروسته هله ګوله کې لږترلږه ۱۸۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې مینوال د لوبې د پای له اعلانېدو سره سم لوبغالي ته ورځغلي.

ختیځ جاوا کې د پولیسو یوه مشر ویلي تر دې وروسته پولیسو د اوښکې بهوونکي ګاز ډزې وکړې، چې پایله کې یې ټېل ماټېل جوړ شو او د ځینو خلکو ساه پکې بنده شوه.

په وژل شویو کې دوه پولیس افسران هم شامل دي.

Damaged police vehicles

د عکس سرچینه، EPA

د پولیسو دغه قوماندان زیاتوي: "څلور دېرش کسان لوبغالي کې دننه مړه شول. نورو په روغتون کې ساه ورکړه."

دی وايي "دوی [له لوبغالي] د وتلو پر یوې نقطې ورټول شول. ټېل ماټېل کې د اکسیجن کمېدو له کبله د ساه بندوالی پیدا شوی."

پر خواله رسنیو لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې په ځمکه مړي پراته دي.

Police officers run as they try to stop football fans from entering the pitch

د عکس سرچینه، EPA

د اندونیزیا فوټبال ټولنې "پي اېس اېس ای" ویلي چې د دې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

پر دې سربېره دغه هېواد کې د فوټباله غوره لیګ سیالۍ هم یوه اوونۍ ځنډول شوې دي.

تر دې وړاندې هم د نړۍ ځینو هېوادونو کې د لوبو پر مهال دا ډول خونړۍ پېښې شوې دي.

په ۱۹۶۴ کال لیما کې اولمپیک سیالیو ته وتلو لپاره د پېرو او ارجنټاین ترمنځ د فوټبال لوبې پر مهال ټېل مټېل کې ۳۲۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰۰ ډېر ټپي شوي وو.

په ۱۹۸۹ کال د بریتانیا د شيفیلډ هېلزبرو لوبغالي کې د ګڼې ګوڼې له کبله د یوې کټارې ماتېدو پېښه کې د لېورپول لوبډلې ۹۶ مینوال وژل شوي وو.

د ټېل ماټېل دا پېښه په سټډیم کې تر ټولو خونړۍ او غمجنه ګڼل شوې ده.

په ۱۹۸۵ کال د بلجیم بروکسل هېسل لوبغالي کې د انګلستان لیورپول او ایټالیا یونتوس ترمنځ‌ د لوبې پرمهال مینه وال دېوال ته ایسار کړل شول او د دېوال لوېدو لږ تر لږه ۶۰۰ تنه ټپیان کړل.