ګوګل او مایکروسافټ شرکتونه د ورو اقتصاد له امله ځپل شوي

د الفابېټ او مایکروسافټ سترو شرکتونو د پلور کچه ټیټه شوې چې ورسره په اقتصاد کې د لا نور ځوړ وېره هم ډېره شوې.

د ګوګل او یوټیوب څښتن شرکت الفابېټ وايي، د مشهورتیاوو د بودیجې له کمولو سره يې تر سپټمبره په درېیو میاشتو کې پلور یوازې شپږ سلنه وده کړې او ۶۹ مېلیارده ډالرو ته رسېدلې.

دا، په تېره بیا د وبا له پیل راهیسې، په تېره لسیزه کې د امریکايي شرکتونو د دريو میاشتو يا يوې ربعې په بهیر کې تر ټولو کمزورې وده ده.

له دې سره هم‌مهاله مایکروسافټ هم ویلي چې د دوی کمپیوټرونو او نورې ټکنالوژۍ ته غوښتنې کمې شوې دي.

د دوی پلور په ۱۱ سلنه وده ۵۰ مېلیارده ډالره ته رسېدلی چې دا هم په تېرو پنځو کلونو کې د عوایدو تر ټولو ټیټه وده ښيي.

په ټوله نړۍ کې پېرودونکي او کاروبارونه خپل لګښتونه ټيټوي ځکه بیې او د سود کچې په لوړېدو دي چې دا په نړیواله کچه د کړکېچ وېره ډېروي.

د ډالر ارزښتمنېدو هم امریکايي ګڼ‌ملیتي ستر شرکتونه ځپلي ځکه په نړیواله کچه يې د تولیداتو بیې ورسره لوړې شوې.

د الفابېټ ګټه په یوه ربعه یا دریو میاشتو کې ۱۳.۹ مېلیارده ډالرو ته راټيټه شوې چې دا دېرش سلنه ټیټوالی ښيي ځکه د یوتیوب د مشهورتیاوو عواید له هغې راهیسې چې لومړی ځل یې د خپلو عوایدو ریپوټ خپور کړی و کم شوي.

په دغه شرکت کې د پلور وده هم د پنځمې پرله پسې ربعې لپاره ټيټه شوې.

د الفابېټ اجرايي مشر سُندر پيچای ویلي، الفابېټ اوس خپل تمرکز ډېروي او تر ډېره به له اقتصادي چاپېریال سره ځان برابروي.

د انسایډر انټېلېجنس په نامه د یوې څېړونکې ادارې شنونکي اېوېلين میشل ویلي، چې ګوګل له تیندکونو سره مخ دی نو دا په ټوله کې د ډېجېټل مشهورتیاوو لپاره بد خبر دی.

هغه وايي د ګوګل اصلي وېبسایټ له دې وړاندې د فېسبوک او سنپ په څېر د ټولنیزو وېب‌پاڼو پرتله د مشهورتیاوو د بودیجو کموالي نه اغېزمناوه.

دی وايي د ګوګل لپاره دا نهیلې کوونکې درې میاشتې د دې ښودنه کوي چې که د بازار شرایط همداسې خراب شي نو سخت وختونه په مخ کې دي.

مایکروسافټ ویلي تمه لري چې کمپیوټرونو او د پرلیکه کمپیوټري ټکنالوژۍ خدماتو ته يې غوښتنې د کال تر پایه لا ډېرې کمې شوي ځکه چې خلک او کاروبارونه سپما کوي.

د کورونا وبا او کوربندۍ پر مهال د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو کارونه وغوړېدل ځکه ډېرو خلکو د دوی پر ټکنالوژۍ او خدماتو تکیه وکړه خو په اوسني وضعیت کې يې لرلیدنه بېرته پيکه ښکاري.

په وروستیو میاشتو کې الفابېټ ویلي چې د استخدام بهیر ورو کوي او مایکروسافټ هم ځینې دندې او کارونه لغوه کړي وو.

د ټکنالوژۍ ګڼو نورو شرکتونو هم د کارکوونکو د کمولو چې نېټفلېکس او ټویټر هم پکې راځي. د سنپ په څېر د ټولنیزو رسنیو پلټفارمونو بیا د استخدام بهیر د کرارولو پرېکړه کړې.

په الفابېټ او مایکروسافټ کې ونډې هم غورځېدلې.