تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین جګړه: زیلېنسکې روسیه تورنه کړې چې د یوه بند الوځولو پلان لري
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي روسیه تورنه کړې چې د اوکرایین په سویل کې د اوبو برېښنا د یوه بند د الوځولو لپاره تیاری نیسي چې دا به د یوه "لوی ناورین" لامل شي.
ښاغلي زيلېنسکې وویل چې د دوی مالوماتو له مخې پر دنيپر سیند کاکخوفګا بند کې د روسیې ځواکونو له لوري ماینونه ځای پرځای شوي دي.
دغه بند د روسیې تر ولکې لاندې دی خو اوکراییني ځواکونه ورته په نژدې کېدو دي او دا بند روسانو ته د دنیپر سیند په اوږدو کې خېرسون سیمه ته د ورتلو لار برابروي.
روسیې لا له وړاندې اوکرایین تورن کړی چې پر کاکخوفګا بند توغندیز بریدونه کوي.
په خېرسون سیمه کې د روسیې له خوا ګمارل شوي چارواکي وايي چې پر مهمې لارې انتونيوڅکې پل د اوکراین راکټي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي دي. .
روسیې په روانې اونۍ کې له خېرسونه د خپلو چارواکو اېستل پیل کړل او دا یې هم وویل چې له ۵۰ تر ۶۰ زرو ولسي وګړي به هم دا سیمه پرېږدي. خو دا کار د کیېف چارواکو د خلکو جبري شړل بللي او غندلی یې دی.
اوکرایین کې د روسیې نوي پوځي قومندان جنرال سېرګي سېورووېکېن تور پورې کړی چې اوکراییني ځواکونه ښايي پر خېرسون ښار او د اوبو برېښنا بند "د جګړې منع شوي مېتودونه" وکاروي او همدا یې د ولسي وګړو د وېستلو لامل وباله.
په متحده ایالاتو کې د جګړې د مطالعاتو انستېتیوت ویلي چې روسیه پر کاکخوفګا اوبو او برېښنا بند د برید لپاره 'ښايي د دوراغجنو تورونو لګولو' له لارې روسیي ځواکونو ته د دغه بند د الوځولو او ویجاړولو زمینه برابروي.
زيلېنسکي: روسيه به خېرسون او کرايميا او ټول سویل له لاسه ورکړي
ولسمشر زيلېنسکي د پنجشنبې په ورځ د اروپایی ټولنې مشرانو ته ویډیويي پيغام کې وویل چې روسیې له وړاندې د اوکرایین د انرژۍ زېربنا له درېیمې برخې نه ډیر ویجاړه کړې چې هدف یې د ژمي په میاشتو کې د امکان تر حده د برېښنا او تودوخې په برخه کې د ستونزو رامنځته کول دي.
د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په لومړي ځل ټول هېواد کې له اوکرایینیانو غوښتل شوي چې لږه برېښنا وکاروي.
ښاغلي زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې که د کاکخوفګا بند ویجاړ شي نو دا به د سوېل ډېرو برخو ته د اوبو رسولو چاره ټکنۍ کړي او په زاپوریژیا کې به د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ له سړو اوبو بې برخې کړي.
ښاغلي زیلېنسکې وویل، "دغه د اوبوبرېښنا بند شاوخوا ۱۸ملي متر مکعبه اوبه لري. که روسي ترهګر دغه بند الوځوي نو د خېرسون په ګډون تر ۸۰ زيات ښارګوټي به د چټکو سېلابونو له خطر سره مخامخ شي او په سلګونو زره خلک اغېزمنېدی شي"
اوکراییني ولسمشر دا هم وویل، که دا بند ویجاړ شي نو د شمالي کرایمیا کانال به هم په ډېرې سادګۍ له منځه لاړ شي.
د رپوټونو له مخې، د شمالي کرایمیا کانال چې په ۱۹۷۵ کال کې جوړ شوی له روسیې سره یو ځای شوې کرایمیا ته ۸۵٪اوبه برابروي.
په فبرورۍ میاشت کې روسیې پر اوکرایین د یرغل لومړیو کې یو بل بند ړنګ کړ چې اوکرایین په ۲۰۱۴کال کې د کرایمیا ټاپو وزمه بایللو وروسته پر دغه کانال جوړ کړی و او روسیه یې تورنه کړه چې د اوبو بدل کې پیسې نه ورکوي.
کرېملېن پلوه ورځپاڼې کومسومولسکایا پراودا ویلي چې د بند الوځول به د دنیپر سیند ته ورڅېرمه ټول کلي له منځه یوسي. په دوو ساعتونو کې به اوبه خېرسون ښار ته ورسېږي او په درې ورځو کې به ګڼې سیمې تر اوبو لاندې شي.
که څه هم د ولسمشرۍ دفتر مشاور میخایلو پودولیک وویل چې بند کې د ماینونو ځای پر ځای کول د "سېورووېکېن پلان" برخه وه چې د اوکراین ځوابي بریدونو مخنیوی پرې وکړي
ولسمشر زیلېنسکي ویلي، که روسیه د کاکخوفګا بند الوځولو کې جدي وي نو دا په دې مانا ده چې دوی به هم د خېرسون کنټرول او هم به د کرایمیا په ګډون ټول سویل له لاسه ورکړي.