تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ترکیې د ډبرو سکرو کان له چاودنې وروسته حالت
د ترکیې شمالي بارتین سیمه کې تر ځمکې لاندې د ډبرو سکرو یوه کان کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور بې درکه دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پېښې ځای لیدو ته ورغلی او ویلي یې دي چې: "د کان د کارمنانو موندلو ته مو لومړیتوب ورکړی... بالاخره کان کې وروستی بند کارمن مو هم وموند. له بده مرغه مړ شوی دی. په دې سره هلته د مړو شویو کسانو شمېر ۴۱ ته ورسېد."
تر اوسه چارواکو د چاودنې لامل نه دی موندلی.