تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې احتجاجونه؛ "لسګونه اعتراض کوونکي ژوبل او نیول شوي"
په ایران کې د احتجاجونو په دوام د کردستان د بشري حقونو شبکه وايي، د دغه هېواد په سنندج، مریوان، بانه، ایلام او سقز سیمو کې لسګونه اعتراض کوونکي ژوبل شوي او پولیسو نیولي دي.
د دې شبکې د مالوماتو له مخې، په یادو ښارونو کې لږ تر ۳۷ احتجاج کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ژوبل او ۱۹ نور نیول شوي دي.
د ځينو محصلانو او فرهنګي ټولنو غړو په اړه هم ویل کېږي چې پولیسو نامالومو ځایونو ته وړي دي.
تازه د دوو اعتراض کوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی او له دغه هېواده د ځینو هنرمندانو د وتلو مخه نیول شوې ده.
د مهسا امیني تر مرګ راوروسته په دغو پیل شویو احتجاجونو کې تر اوسه تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ۲۳ تنه یې ماشومان ښودل شوي دي.
د یادولو ده چې دغه اعتراضونه د ایران په بېلا بېلو سیمو کې روان دي.
"د سلو تنو راټولېدو ته د سراسري اعتراضونو نوم مه ورکوئ"
په داسې حال کې چې دغه لاریونونه د ایران په بېلا بېلو سیمو کې روان دي او پر خواله رسنیو خپرېدونکو ویډيوګانو کې د اعتراض کوونکو شمېر ډېر ښکاري خو د دغه هېواد د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، "سلو راټولو شویو کسانو ته د ټول هېواد په کچه د اعتراضونو نوم مه ورکوئ"
د اسلامي شورا غړي علي ایزدخواه دغو احتجاجونو ته په اشارې سره ویلي، "په اوونۍ کې یوه ورځ سل تنه راټول شي، د دې نوم سراسري اعتراضونه نه دي."
دی دا هم نه مني چې په دغو احتجاجونو کې دې ګڼ کسان وژل شوي وي، بلکې وايي، ""دا د مړو او شهیدانو بحث وپلټئ، موږ د امنیتي برخې د پنځو شپږو کسانو د ترور پېښې لرو خو له بلواګرو سره داسې نه دي شوي، دوی ډېر حرفه يي عمل کوي."
ښاغلي ایزدخواه همدا راز احتجاج کوونکي په بهرنیو پورې تړلي او ویلي یې دي چې، "هغوی په بهر کې ځانګړې روزنه تر لاسه کړې ده. پوهېږي چې څه وکړي او څنګه د وژلو پروژه ښکاره کړي."
دی وايي، په اوسنیو حالاتو کې خبرو ته اسانتیا برابره ده او "پر خواله رسنیو خبرې اترې نه شي کېدلی."
تر ده مخکې د ایران قضایه قوې مشر غلام حسین محسني اژه يي هم له اعتراض کوونکو سره د مذاکراتو ته لېوالتیا ښودلې وه. خو پر خواله رسنیو له احتجاج کوونکو سره د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلند په اړه د خپرو شویو ویډيوګانو له کبله پر دوی نیوکې ډېرې وشوې.
پر خواله رسنیو د محدودیتونو دوام
ایران حکومت د دغو اعتراضونو د ځپلو لپاره تر ډېره خواله رسنۍ محدودې او "فلټر" کړې دي.
د اعتراضونو له پیل راهیسې یې د انټرنټ سرعت ډېر ورو کړی او د خلکو لاس رسی یې ورته محدود کړی دی.
د ایران ولسي جرګې د فرهنګي کمیسون غړی احمد راستینه هفشجاني د وټس اپ او انسټاګرام فېلټر کېدو ته په اشارې سره ویلي، "تر هغه چې امنیتي ستونزې له منځه نه وي تللې، پر مجازي فضا به محدودیت پر ځای وي."
دی وايي، د خواله رسنیو پر دغو پلټفارمونو د رسنیو لپاره "دروغجنه فضا" رامنځ ته کېږي.
انسټاګرام او وټس اپ د ایرانیانو تر منځ ډېر مشهور اپلېکېشنونه دي او میلیونونه کارکوونکي لري.
له همدې کبله په ایران کې د روان وضعیت په اړه د کره مالوماتو تر لاسه کولو په برخه کې خبریالان له کړاو سره مخ دي او دغو احتجاجونو ته په ښه ډول پوښښ نه شي ورکولای.