روسي ځواکونه د اوکرایین ختیځ کې له ستراتېژیک لیمان ښاره وتلو ته اړیستل شوي

روسیې د اوکرایین ختیځ کې له لیمان ښاره خپل ځواکونه ایستلي دي. دا دغه هېواد لپاره د اوکرایین جګړه کې مهم شاتګ ګڼل کېږي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي خپل زرګونه ځواکونه یې ځکه له لیمان ښاره شا ته کړي چې د کلابندۍ خطر یې پېښ و.

د لیمان بېرته نیول اوکرایین لپاره ستراتیژیک اهمیت لري ځکه روسیې دغه ښار د لوجېستیکي مرکز په توګه کاروه.

د لیمان نیول اوکراییني ځواکونو ته د لوهانسک او ډونېڅک لار ډېرو برخو ته لاسرسی برابروي.

په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې اوکراییني سرتېري د دغه ښار څنډو کې خپل ملي بېرغ رپوي.

لیمان کې که څه هم د اوکرایین بېرغ بېرته پورته شوی خو د دغه هېواد ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي چې هلته جګړه لا روانه ده.

هغه د دې جګړې ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د مسکو چیچین متحد رمضان قدیروف بیا له دغه مهم شاتګ وروسته ویلي روسیه باید له داسې ماتو سره د مخامخېدو پر مهال کمزوري اټومي وسلې وکاروي.

لیمان د ډونېڅک برخه ده چې روسیې یې د جمعې پر روځ خپلې خاورې پورې د تړلو پلان اعلان کړ.

اوکرایین او لوېدیځو متحدانو یې دا ګام د خاورې غیرقانوني غصب بللی دی.

د اوکرایین دفاع وزیر یوه سلاکار ياریک ساک بي بي سي ته ویلي چې له څو ورځو سختو جګړو وروسته د لیمان شاوخوا وروستي پرمختګونه "پام وړ بریا" بلل کېدای شي.

هغه زیاته کړې چې روسي ځواکونو ته د تسلمېدو چانس ورکړ شوی او که تسلمېږي نو د جګړې د بندیانو په څېر ښه چلن به ورسره کېږي.

د دغه خبر له خپرېدو لنډ وخت وروسته کرملېن ماڼۍ د دغه ښار د شوري اتحاد د مهال نوم "کراسني" یا سور لیمان په یادولو سره وویل چې اوکراییني ځواکونه د شمېر له اړخه پرې برلاسه وو.

پوځي شنونکي وايي اوکرایین کې دمګړۍ د جګړې ابتکار د کیېف په لاس کې دی او دا ژمنه یې کړې چې د روسې لخوا خپلې ټولې لاندې شوې سیمې به ازادوي.

د دغه هېواد ولسمشر د جمعې پر ورځ وویل چې "زموږ د ټولې خاورې ازادي" به دا ثابته کړي چې له نړیوال قانونه سرغړونه نشي کېدای.