تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جیورجیا مېلوني: د ایټالیا ټاکنې مو ګټلې، ټولو لپاره به حکومت جوړوو
ایټالیا کې توندلارې ښې اړخې مشرې جیورجیا مېلوني ټاکنو کې د بریا ادعا کړې او ټاکلې د دغه هېواد لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزېره وټاکل شي.
انګېرنه دا ده چې اغلې مېلوني به له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته ایټالیا کې تر ټول توند ښی اړخی حکومت رامنځته کړي.
دا به د اروپا سترې برخې ته د خطر زنګ وي، ځکه ایټالیا د اروپايي ټولنې دریم ستر اقتصاد دی.
خو اغلې مېلوني تر رایې اچونې وروسته ویلي د هغې 'د ایټالیا وروڼو ګوند' حکومت به د ټولو حکومت وي او دا چې د خلکو باور به نه ماتوي.
نوموړې روم کې ژورنالیستانو سره خبرو کې زیاته کړې "ایټالیایانو 'د ایټالیا وروڼو ګوند' په مشرۍ ښی اړخي حکومت په ګټه څرګند پیغام ورکړی دی. مننه ایټالیا."
هغې د دغو ټاکنو شاوخوا ۲۶ سلنه راهیسې ګټلې او تر خپل نږدې منځلاري کیڼ اړخي سیال اېنریکو لېټا مخکې ده.
ښاغلي لېټا بیا د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې د توندلارو ښي اړخو بریا "ایټالیا او اروپا لپاره خواشینوونکې ده" خو د ده ګوند به د یوه پیاوړي اپوزیسیون په توګه رامخ ته شي.
له اغلې مېلوني سره د ښي اړخ اېتلاف کې د توندلاري لیګ مشر 'ماتیو سالویني' او پخوانی لومړی وزیر سیلویو بېرلوسکوني چې د منځلاري ښي اړخي فروزا ګوند مشر دی، ملګري دي.
دغه اېتلاف به د د شاوخوا ۴۴ سلنې راهیسې په ترلاسه کولو سره پر سنا او استازو جرګې یا چمبر دواړو کنټرول ولري.
لیګ ګوند دوغو ټاکنو کې تر ۹ سلنه کمې او فورزا څه کم اووه سلنه رایې ترلاسه کړې.
د جیورجیا مېلوني 'د ایټالیا وروڼو' ګوند څلور کاله وړاندې ټاکنو کې یوازې ۴ سنله رایې ګټلې وې.
خو دا ځل یې ګټه په دې کې وه چې تېره جولای میاشت کې د رانسکور شوي ملي یووالي حکومت برخه نه وه او له هغه حکومته بهر پاتې و.
د ایټالیا د وروستیو ټاکنو پایلو ته په کتو که څه هم مشخصه ده چې جیورجیا مېلوني به راتلونکې لومړۍ وزیره وي، خو بیا هم سترګې ولسمشر سېرګیو ماتارېلا ته دي، چې هغه رسمآ دې څوکۍ ته ونوموي.
د ایټالیا د ولسمشر لخوا د راتلونکي لومړي وزیر د نومولو چاره ښايي د راتلونکې اکتوبر تر وروستیو وخت واخلي.
جیورجیا مېلوني د اوکرایین پر ملاتړ په ټینګار او د اروپايي ټولنې پر ضد له څرګندونو په ډډې کولو سره د خپل تصویر او دریځ د نرمولو هڅه کړې.
خو نوموړې اصلا د یوه داسې ګوند مشري کوي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بېنیټو موسولیني د فاشیستانو له یوه راټوکېدلي غورځنګ سرچینه اخلي.
ایټالیا د اروپايي ټولنې د بنسټ ایښودونکو له ډلې او د ناټو غړې ده.
خو پر دې ټولنې لفظي بریدونو اغلې مېلوني د هنګري ملتپاله مشر وېکټور اوربان ته نږدې کړې ده.