کینیا کې د څارویو غلو یوه برید کې ۱۱ کسان وژلي

A cow, gaunt due to hunger and thirst, walks to a river in Kenya

د عکس سرچینه، Getty Images

د کینیا شمال کې د څارویو د غلو برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.‌

پولیسو ویلي د ختیځ تورکانا ناحیه کې د دغه خونړي برید په قربانیانو کې اته سرتېري، دوه ملکي کسان او یوه ځايي مشر شامل دي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې د کینیا ملي پولیسو پر یوه کلي له برید او د څارویو له غلا وروسته د داړه مارو دا ډله تعقیبوله.

د کینیا په دې برخه کې چې د اقلیم له بدلونه کړېږي، د څارویو او اوبو پر سر نښتې ډېرې کېږي.

ټوله ختیځه افریقا له څلورو لسیزو راهیسې له شدیدې وچکالۍ سره مخ ده او دا برخه یې بیا په سختو ځپل شویو سیمو کې راځي.

دا شدیده وچکالي او پرله پسې څلور فصله د باران نشتوالی د دې لامل شوی چې دې سیمه کې ګڼ شمېر څاروي ومري او کروندې له حاصلاتو ولوېږي.‌

د دې ځای خلک هره خوا د اوبو او خوړو په لټه کې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام "ډبلیو اېف پي" ویلي ختیځه افریقا کې تر ۲۰ میلیونو کسان د لوږې جدي خطر سره مخامخ دي.

د ویډیو تشریح، افريقا کې وچکالي: ۱۳ ميليونه کسان د لوږې له ګواښ سره مخ دي

‌بلخوا د کینیا پولیسو دا پر عامو بې ګناه خلکو او پولیس سرتېرو ډارن جرمي برید بللی دی.

دوی همدا راز دا داړه ماړ د پوکوت قبیلوي ملېشې غړي بللي او زیاته کړې یې ده چې د هغوی د تعقیب او د امنیت ټینګښت لپاره د تورکانا دغه کلي ته نور اضافه ځواکونه استول شوي دي.‌

تېره میاشت هم په همدې ناحیه کې د مشکوکو پوکوت ملېشه وو برید کې لږترلږه ۷ کسا ژوندي سوځول شوي وو.

د تورکانا والي ویلي ځايي خلک نور "د خپلو کورنیو د غړو پر وژنو له ویره ستړي دي."