'هېڅ وخت مې په مړه ګېډه خواړه نه دي خوړلي'

د ویډیو تشریح، 'هېڅ وخت مې په مړه ګېډه خواړه نه دي خوړلي'

فردوسه ۱۳ کلنه ده، خو هېڅ وخت یې په مړه ګېډه خواړه نه دي خوړلي. هغه پخپل لنډ ژوند کې د دریو وچکالیو شاهده ده. کورنۍ یې د سومالیا سوېل لوېدیځ ته د خوړو، اوبو او پنا په لټه کې له خپلې مېنې کوچېدلې ده.

د افریقا پر ښکر پراته هېوادونه د لوږې له خطر سره مخامخ دي او ښايي بل کال هم وچکالي دوام وکړي.