تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'فرانسوی سپایډر من' چې خپله ۶۰ کلني یې اسمانڅکي ته په ختلو ولمانځله
له پړي، رسۍ او نورو اوزارو پرته دنګو ودانیو ته ختونکي فرانسوي سړي چې په 'سپایډر من یا غڼه' مشهور دی، خپله ۶۰ مه کلیزه پاریس کې یوې ۴۸ پوړیزې اسمانڅکې ودانۍ ته په ختلو ولمانځله.
دا سړی الیان رابرټ نومېږي او د پاریس ډفېنس سوداګریزه ناحیه کې د 'ټوټل اېنرژیز' په نوم ټاور ته تش لاس یعنې د رسۍ یا بلې وسیلې له کارولو پرته وخوت.
هغه رویټرز خبري اژانس ته ویلي "غواړم خلکو ته دا پیغام ولېږدوم چې شپېته کلنۍ ته رسېدل څه خبره نه ده. سپورت کوئ، فعال واوسئ، په زړه پورې کارونه وکړئ."
رپوټونه وايي هغه د دې ودانۍ بام ته له ختلو وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو.
ښاغلی رابرټ تر وړاندې هم څو ځله پاریس کې همدې ودانۍ ته ختلی.
د ډېفنس-۹۲ په نوم خبري سایټ لیکلي چې دا ځل نوموړی په شپېتو دقیقو یا یوه ساعت کې د دې ودانۍ سر ته ورسېد.
هغه ویلي "کلونه وړاندې مې له ځان سره ژمنه کړې وه چې کله ۶۰ کلنۍ ته ورسېږم، نو بیا به دې برج ته خېږم - ځکه فرانسه کې ۶۰ کلني د تقاعد د عمر نښه او سمبول دی او فکر مې کاوه دا ورسره ښه تړاو لري."
د رویټرز په حواله الیان رابرټ زیاته کړې د دې ګام بل پیغام یې دا دی چې د نړۍ تودوخې په اړه اګاهي او پوهای ډېر کړي.
ښاغلی رابرټ اسمانڅکو ته د ختلو له کبله نړیوال شهرت لري.
هغه د دوبۍ برج خلیفه ته هم ختلی چې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ ده.
الیان رابرټ عمومآ لوړو ودانیو ته د چارواکو له خبرولو او اجازې پرته خېږي او په وار وار له دې کبله نیول شوی هم دی.