تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکراييني چارواکي: په ازاد شوي ایزوم ښار کې ډله ییز قبر موندل شوی
اوکراييني چارواکي وايي، له روسیې بېرته تازه نیول شوي ښار ایزوم کې یې ډله ييز قبر موندلی دی. په سیمه کې د پولیسو مشر ولودیمیر تېموشکو بي بي سي ته ویلي، په دغه قبر کې تر ۴۰۰ ډېر مړي یو ځای ښخ شوي دي.
د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي هم له روسیې د بېرته ولکه شویو سیمو په اړه ویلي چې، "روسیې هر ځای مړي پرېښي دي."
تر دې مخکې هم اوکرايين او لویدیځو ملاتړو یې روسیه پر جنګي جرمونو تورنه کړې خو مسکو دا خبرې ردوي.
که څه هم تر اوسه مالومه نه ده پر دغو قربانیانو به څه تېر شوي وي خو ځينې په دې نظر دي، ښايي دغه کسان یا د هوايي بمبارونو په ترڅ کې وژل شوي وي او یا هم روغتیايي اسانتیاو ته د نه لاس رسي له کبله.
ځينې داسې نښې هم شته چې ښايي دغه ډله ییز قبرونه په اوکراييني پوځ پورې تړلي وي.
د ښاغلي زيلېنسکي د دفتر مشر اندرې یارمک پرخپله ټوېټر پاڼه د ادعا شوي ډله ییز قبر عکس خپور کړی او لیکلي یې دي چې تمه ده نور جزیات د جمعې په ورځ په ډاګه شي.
ایزوم ښار تر پنځو میاشتو ډېره موده د روسیې په ولکه کې و او اوس ښاغلي تېموشکو ویلي، د جعمې ورځې په اوږدو کې به په ښار کې د ټولو قربانیانو شمېر مالوم شي.
پرون (پنجشنبه) ناوخته د اوکرايين ولسمشر هم وویل چې د جمعې په ورځ به اوکرايينیانو او بهرنیو خبریالانو ته په دې اړه "څرګند او کره مالومات" وړاندې شي.
ښاغلي زیلېنسکي ډله ییزو قبرونو ته په اشاره ویلي، "موږ غواړو نړۍ وپوهېږي چې د روسیې د تېري له کبله څه روان دي. مخکې بوچا، بیا ماریوپول او اوس له بده مرغه ایزوم."
د اوکرايين ولسمشر په تېر پسرلي کې پلازمېنې کيېف ته نږدې بوچا ښار او بیا ماریوپول ته څېرمه د ډله ییزو قبرونو د موندل کېدو ادعا کړې وه.
یوه ځايي سیاستوال خبریالانو ته ویلي چې ایزوم ډېره برخه په کنډواله بدله شوې، تر ۸۰ سلنه ډېره سیمه او زېربناوې ویجاړې شوې دي او لا هم تر خځلو او ویجاړیو لاندې مړي موندل کېږي.
ایزوم او خارکيف ته څېرمه ځینې نور ښارونه د روانې میاشتې په پیل کې اوکراييني ځواکونو د یو لړ داسې سختو ناڅاپي بریدونو په ترڅ کې بېرته ونیول چې روسي ځواکونو د دفاع فرصت ونه موند.