تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اقلیمي بدلون؛ اروپا کې سږني اوړي د ګرمۍ ریکارډونه مات کړل
د اروپايي ټولنې د سپوږمکۍ څارني د مالوماتو له مخې، سږ اوړی اروپا کې تر ټولو ګرم اوړی و چې جون، جولای او اګسټ کې یې ریکارډونه جوړ کړل.
د کوپر نېکس په نامه د اقلیمي بدلون خدمتونه وايي، ارقام ښيي چې اروپا کې د اګست میاشت د تېرو کلونو پرتله خورا ګرمه میاشت وه.
په نړیواله کچه څیړونکي وايي، د اګسټ درېمه اروپا کې د "تر ټولو ګرمې ورځې"په نامه ثبت شوې.
دا به د هر چا لپاره حیرانوونکې نه وي چې سږ کال په ټوله نړۍ کې سخته تودوخه تجربه شوې.
د کوپرنیک د شمېرو له مخې، سږ کال اوړي نوي ریکارډونه جوړ کړي. د تېر کال پرتله ۰،۴ سلنه ګرم و اواګسټ د ۲۰۱۸ کال په توپیر ۰،۸ سلنه ډېر ګرم ښودل شوی دی .
د کوپرنیک اقلیمي بدلون خدمتونو لوړ پوړې ساینس پوهه فریحا وامبورګ وايي:" سږ کال د تودوخي سختې څپې له امله اروپا کې ریکارډونه جوړ شول، او دغه د معمول خلاف ګرمۍ چاپیریال او ټولنه اغېزمنه کړه او د وچکالۍ او اروپا بېلابېلو برخو کې د اورلګېدنې لامل شوه."
بریتانیا کې د سږ اوړي تودوخه ۴۰،۳ سانتي ګراد ته لوړه شوې وه چې د جولای په ۱۹ ثبت شوه او د تېر کال د ګرمۍ ۳۸،۷ درجې هغه ریکارډ یې مات کړ چې په ۲۰۱۹ کال کې ثبت شوې وو.
بریتانیا کې د سږ اوړي تودوخه ۴۰،۳ سانتي ګراد ته لوړه شوې وه چې د جولای په ۱۹ ثبت شوه او د تېر کال د ګرمۍ ۳۸،۷ درجې هغه ریکارډ یې مات کړ چې په ۲۰۱۹ کال کې ثبت شوې وو.
د تودوخي لوړه کچه په ګڼو نورو هېوادنو کې هم تجربه شوې چې د فرانسې په ۶۴ بېلابېلو سیمو کې یې ریکارډونه جوړ کړي، داسې حال کې چې پرتګال کې د جولای په میاشت کې تودوخه ۴۷ ساتنې ګراد ته رسېدلې وه.
د رپوټونو له مخې اروپا ۵۰۰ کلونو کې تر ټولو سخته وچکالي تجربه کړه او د وچکالۍ دغو شرایطو پر چین هم اغېر کړی دی.
د ساینس پوهانو په باور اقلیمي بدلون د دې لامل شوی چې د ګرمۍ کچه لوړه او په ډیرو سمیو کې د معمول خلاف شدید بارانونه وشي.
لکه څنګه چې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان په ګډون ګڼو یو شمېر هېوادنه د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتلو شاهدان و، چې په پایله کې یې ګڼو خلکو ته مالي او ځانې تاوانونه اړولي دي.