ایران د امریکا تازه بندیزونه وغندل

تهران امریکا لخوا د دوی پر اطلاعاتو وزارت او وزیر د بندیزونو تر اعلان یوه ورځ وروسته، دغو بندیزونو ته غبرګون ښودلی.

د ایسنا خبري اژانس په حواله د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي " امریکا لخوا پر ایران د البانیا د بې بنسټه تور د سملاسي ملاتړ اعلان او ورپسې د همدغه بې بنسټه او نا ثابت شوي تور له مخې د ایران د اطلاعاتو پر وزارت او وزیر د بندیزونو لګولو لپاره د واشنګټن چټک اقدام دا ښکاره کوي چې د دې سناریو طراح د البانیا حکومت نه بلکې امریکا ده."

ښاغلي کنعاني ایران "واشنګټن لخوا د طراحي شوې سناریو قرباني" وباله.

د امریکا خزانې وزارت د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې د ایران پر اطلاعاتو وزارت او وزیر یې 'اسماعیل خطیب' پر امریکا او د دوی پر متحدانو سایبري بریدونو کې د لاس لرلو په تور بندیزونه لګوي.‌

د امریکا مالیې وزارت زیاته کړې وه چې د ایران اطلاعاتو وزارت "لږترلږه له ۲۰۰۷ کال" راهیسې د نړۍ بېلابېلو برخو کې پر دولتي او خصوصي ادارو او موسسو سایبري بریدونه کړي.

واشنګټن د ایران اطلاعاتو وزارت تورن کړی چې د ۲۰۲۲ کال جولای میاشت کې یې "د البانیا د حکومت کمپیوټرونه هک کړل چې د البانیا حکومت اړ شو خپلو وګړو ته عمومي خدمات ودروي."

د یادونې ده چې د البانیا حکومت تېره اوونۍ د ورته تورونو په مطرح کولو له ایران سره ټولې دېپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او ایراني دیپلوماتان یې هم وشړل.

خو تهران له دې انکار کوي چې د البانیا سایبري برید کې دې لاس ولري.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي امریکا "له کلونو راهیسې د البانیا پر حکومت او ملت د ترهګرو د یوې مالومې فرقې کوربتوب تپلی او د هر اړخیز ملاتړ ترڅنګ یې هغوی په سایبري برخه کې روزلي او تجهیز کړي دي."

البانیا عراق کې د ایران حکومت مخالفې ډلې 'مجاهدین خلق' د پنډغالي له تړل کېدو راوروسته کلونو کې د دغه سازمان شاوخوا دوه زره غړو ته پناه ورکړې چې د دغه هېواد یوه پنډغالي کې ژوند کوي.

دې کار د ایران او البانیا اړېکې اغېزمنې کړې دي.

د یادونې ده چې د البانیا حکومت تر دې مخکې هم ایراني دیپلوماتان او همدا راز د دغه هېواد امنیتي او اطلاعاتي ماموران د دوی هېواد کې په جاسوسۍ او د ورانکاره کړنو په هڅو تورن کړي وو.