اوکرايين وايي خېرسون کې يې د روسيې دفاعي کرښه ماته کړې

د اوکرايين پوځ ادعا کوي چې د روسیې له خوا نيول شوې سيمه خرسون کې يې د روسي پوځ دفاعي کرښه ماته کړې ده.

روسيه د اوکرايين جنوب کې د خرسون ډېره برخه تر ولکې لاندې لري.

داسې ښکاري چې د اوکرايين له خوا دا پرمختګ جنوب کې د سيمو د نيولو په موخه کېږي، د اوکرايين پوځ هڅه کوي چې د روسیې اکمالاتي لارې بندې کړې.

د روسيې پوځ د اوکرايين د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي خو يوه چارواکي دا ادعا"دروغ" بللې ده.

بل پلو د کريميا سيمې لپاره د روسيې له خوا ټاکل شوي مشر سرګي اکسينوف ويلي، اوکراييني ځواکونو ته په جنوب او په نورو سيمو کې سخت زيانونه رسېدلي دي.

د اوکرايين او روسیې له خوا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تائيد شوې.

دوشنبې (۲۹ اګست) د اوکرايین په جنوب کې د کاخوفکا عملياتي ډلې وويل، د روسيې ملاتړو ځواکونو د خرسون په سیمه کې يو کنډک پرايښی دی

د اوکرايين د هرمادسک تلويزيون ويلي، د اوکرايين پوځ کې دريو سرچينو تائيد کړې چې د دفاع لومړۍ کرښه ماته شوې ده.

په عین حال کې، د اوکراین د پوځ ویاندې نتالیا هومینیک ويلي: "زموږ اصلي موخه د دښمن د مهماتو د زېرمو وېجاړول دي چې په تېره اوونۍ کې له لسو څخه زياتې پوځي اډې ويجاړې شوې."

خو اغلې هومینیک د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

بل پلو د د اټومي انرژۍ نړویوالې ادارې( IAEA) مشر وايي، اټومي څارنې یوه پلټونکې ډله یې د اوکرایین زاپوریژیا اټومي بټۍ خوندیتوب لپاره دغه ځای ته روانه ده.

د دغې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي ويلي، تمه کېږي چې ټیم به د روانې اوونۍ وروستیو کې بټۍ ته ورسېږي.

هغه په یوه خپاره شوي ټویټ کې ویلي:" موږ باید د اوکرایین او اروپا د تر ټولو لویو اټومي تاسیساتو امنیت خوندي کړو."

دغه اټومي بټۍ اوکرایین کې د مارچ میاشتې راهیسې د روسي ځواکونو له خوا نیول شوې ده.

د اوکرایین په سویل ختیځ کې د اټومي تاسیساتو په شاوخوا کې جګړه د دې لامل شوې چې د دغې ساحې د خوندیتوب او امنیت په اړه د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړي.