ملګري ملتونه: د اوکرایین اتومي بټۍ ته زیان رسېدل به ځانوژنه وي

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتېرش وايي، د اوکرایین په سویل کې زاپوریژیا اتومي بټۍ په شاوخوا کې د جګړې له کبله 'سخت خواشینی ' دی.

نوموړي دا څرګندونې د اوکرایین له ولسمشر ولودویمر زېلینسکي او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوګان سره د اوکرایین په لفیف ښار کې د یوې لیدنې پر مهال کړې دي.

ښاغلي ګوتېرش خبرداری ورکړ چې ''زاپوریژیا ته زیان رسېدل به ځانوژنه وي. ''

په فبرورۍ میاشت کې چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، دا د ملګرو ملتونو عمومي منشي او اوکراییني ولسمشر تر منځ لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان هم د ملګرو ملتونو عمومي منشي اندېښنه تکرار کړه او خبریالانو ته یې وویل، ده سره ''د چرنوبل په څېر '' یوې بلې ناوړه پېښې اندېښنه ده.

په دا وروستیو کې د زاپوریژیا اتومي بټۍ په شاوخوا کې چې په مارچ میاشت کې روسي ځواکونو پرې ولکه ټینګه کړه، د توپچي درانه ګوزارونه شوي دي او کیېف او مسکو پر یوه بل د دې بریدونو تورونه پورې کړي دي.

د پنجشنبې له دې غونډې مخکې د اوکرایین مشر پر روسیې تور پورې کړ، چې په لوی لاس د اتومي انرژۍ پر دې بټۍ بریدونه کوي.

پر مسکو تور دی، چې دا تومي بټۍ یې پر یوه پوځي مرکز بدله کړې او ټولو دریو مشرانو له روسیې وغوښتل چې څومره ژر امکان ولري، باید دې سیمه کې پوځي فعالیتونه پای ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې تر واک لاندې د دې اتومي بټۍ اوکراییني کارګرو په کارځای کې د یوې احتمالي اتومي ناوړه پېښې خبرداری ورکړی او په وینا یې ''له تېرو دوو اونیو راهیسې '' پرې پرلپسې پوځي بریدونه شوي دي.