تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تېلو بيو لوړېدل؛ اوپېک ولې بيې نه راټيټوي؟
په نړۍ کې د تېلو صادرونکو هېوادونو پرېکړه کړې چې د سپټمبر په مياشت کې به د بيو د لوړېدو په مخنيوي کې مرسته وکړي.
د تېلو توليدونکې ډله (اوپېک پلس) چې روسيه يې هم غړې ده به د ورځې سل زره بېرله د تېلو توليد زيات کړي. د يادولو وړ ده چې د جولای او اګست په مياشت کې د ورځې ۶۰ زره بېرله زياتوالی راغلی و.
خو د تېلو واردونکي هېوادونه د تېلو بيو د راټيټولو لپاره تر دې هم د توليد زياتوالي غوښتنه کوي.
اوپېک پلس (+OPEC) څه دي؟
اوپېک پلس د تېلو د ۲۳ صادرونکو هېوادونو يوه ډله چې هره مياشت په ويانا کې د غونډې پر مهال پرېکړه کوي چې څومره خام تېل په نړيوال بازار کې وپلورل شي.
يوازې اوپېک د خامو تېلو صادرونکو ډله ۱۳ غړي لري چې تر ډېره د منځني ختيځ او افريقا هېوادونه په کې دي. اوپېک په ۱۹۶۰ کال کې رامنځ ته شو چې موخه يې په ټوله نړۍ کې د تېلو عرضه او بيه ټاکل دي.
اوسمهال اوپېک هېوادونه د نړۍ شاوخوا ۳۰ سلنه خام تېل توليدوي چې د ورځې ۲۹ میليونه بېرله کېږي. سعودي په اوپېک کې د تېلو تر ټولو لوی توليدونکی هېواد دی چې هره ورځ له لس میلیونو بېرلو د تېلو ډېر توليد لري.
په ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال چې د تېلو بيې ټيټې وې اوپېک د تېلو نورو توليدونکو هېوادونو سره يو ځای شو تر څو اوپېک پلس جوړ کړي.
د دغو نويو غړو په منځ کې روسيه هم شته چې هره ورځ له لسو ميليونو بېرلو ډېر تېل توليدوي.
په ګډه دا هېوادونه اوس د نړۍ شاخوا ۴۰ سلنه خام تېل توليدوي.
د انرژۍ انستيتوت کيټ ډورین وايي، "اوپېک پلس د بازار د توازون لپاره عرضې او غوښتنې ته په کتو د تېلو توليد ټاکي. کله چې د تېلو توليد راټيټ شي دوی عرضه کموي او نرخونه لوړ ساتي.
د تېلو بيې ولې دومره لوړې دي؟
په ۲۰۲ کال کې د کورونا وبا د پيلېدو راوروسته د خامو تېلو بيه د پېرودونکو د لږوالي امله راټيټه شوه.
د ګيټ ډورين په وينا، د تېلو توليدونکو هېوادونو د تېلو اخيستلو لپاره پيسې ورکولې خکه دوی د تېلو ذخيره کولو لپاره کافي ځای نه درلود.
د اوپېک پلس هېوادونو بيا هوکړه وکړه چې په ورځ کې د ۱۰ میليونو بېرلو تېلو توليد کم کړي چې د نرخونو پورته کېدو کې مرسته وکړي.
د ۲۰۲۱ په جون کې د خامو تېلو غوښتنه بېرته زياته شوه او اوپېک پلس هم په تدريجي ډول د تېلو توليد ۴۰۰ زره بېرله زيات کړ، په جولای او اګست کې ۶۰۰ زره بېرله زيات شو چې ټاکل شوې په سپټمبر مياشت کې به ۱۰۰ زره بېرله نور هم زيات شي.
خو بيا هم دا هېوادونه د ۲۰۲۰ کال پرتله هره ورځ شاوخوا دوه ميليونه بېرله کم تېل توليدوي.
کله چې روسيې پر اوکرایين بريد وکړ په بازارونو کې د ګډوډۍ له کبله د خامو تېلو بيه د بېرل پر سر ۱۰۰ ډالرو ته لوړه شوه. چې له امله يې د عامو مصرف کوونکو لپاره د پټرولو بيې خورا لوړې شوې.
ډېوېډ فايف چې د ارګس رسنۍ کې اقتصاد پوه دی وايي، په ۲۰۲۰ کال اوپېک پلس د تېلو توليد ډېر کم کړ چې د نوموړي په وينا اوس دوی ورو ورو توليد بېرته زياتوي.
ډېوېډ فايف وايي، د تېلو پېرودونکي وېره لري چې اروپايي ټولنه به د امريکا پيروي وکړي او له روسيې به د تېلو واردات بند کړي.
اروپا دا مهال له روسيې هره ورځ ۲.۵ ميليونه بېرله خام تېل واردوي. دی وايي "د روسيې پر تېلو د بنديز ګواښ بازار کې وېره خوره کړې ده، ځکه چې دا کولی شي په عرضه کې د سخت فشار لامل شي."
اوپېک پلس ولې د تېلو توليد نه زياتوي؟
د امریکا ولسمشر جوبايډن څو ځله له سعودي وغوښتل چې تېلو توليد زيات کړي خو هغه په دې برخه کې کافي برياليتوب نه دی ترلاسه کړی.
د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن هم له سعودي او متحده عرب اماراتو وغوښتل چې توليدات زيات کړي خو دوی هم په دې بريالي نه شول.
کېټ ډورين وايي، "سعودي او متحده عرب امارت ډېر تېل توليدولی شي خو دوي په خپله د توليد زياتولو ته زړه نازړه دي ځکه چې دوی نه غواړي لوېديځ په دوی باندې امر وکړي."
دا هېوادونه وايي چې د عرضې او غوښتنې تر منځ توپير کم دی او دا چې اوسنۍ لوړې بيې د تېلو پېرودونکو د وېرې له امله دي.
ډېوېډ فايف وايي، د تېلو توليدونکي هېوادونه لکه نايجريا او انګلولا د تېر کال پرتله د ورځې يو ميليون بېرله خپل توليدات کم کړي دي.
د تېلو برخه کې پانګه اچونه د کورونا وبا پر مهال د پام وړ راټيټه شوه.
روسيه څه غواړي؟
اوپېک پلس به هم د روسيې د غوښتنو درناوی وکړي ځکه چې دا هېواد د دې ټولنې له دوو غړو يو ستر شريک دی.
د کرېسټل انرژۍ اجرائيوي رئيس کېرول ناخل وايي، روسان په دې کچه له نرخونو خوښ دي. دوی د بيو د ټيټېدو په صورت کې هېڅ نه ترلاسه کوي.
د نوموړي په وينا، اوپېک غواړي له روسيې سره ښې اړيکې ولري نو ډېر امکان شته چې دوی د تېر کال شوي تړون ته دوام ورکړي.
دا په دې مانا ده چې د اوس او سپټمبر تر منځ به د خامو تېلو په وړاندې کولو کې په کافي کچه تدريجي زياتوالی راشي.