تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تايلنډ: نايټ کلب کې اور لګېدنې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژلي او ګڼ نور ټپيان کړي
د تايلنډ په جنوب ختيځ د چونبوري ولايت په يوه نايټ کلب کې د اور لګېدو له امله لږ ترلږه ۱۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپيان دي.
پوليسو ويلي پېښه د جمعې په ورځ ځايي وخت ماښام د يوې غرنۍ سيمې په نايټ کلب کې رامنځ شوه.
په خپرو شويو ويډيوګانو کې خلک نارې وهې او داسې حال کې د تېښتې هڅه کوی چې جامو يې اور اخيستی دی.
د اور لګېدنې لامل نه دی څرګند خو ژغورونکي وايي ښايي په دېوالونو کې لګېدلو موادو د اور خپرېدل لا چټک کړي وي.
سيمه ايزو رسنيو راپور ورکړی چې اور وژونکو له دوو ساعتونو د اور مړه کولو هڅه کوله. ويل کېږي اور د موسيقۍ غږولو له سټېج څخه پیل شوی.
د قربانيانو ډېری جسدونه په دروازو او تشنابونو کې موندل شوي دي.
تر دې مه ټول وژل شوي کسان د تايلنډ وګړي دي.
د تايلنډ لومړي وزير پرايوت جان اوچا د اورلګېدنې په اړه د پلټنې امر وکړ او زياته يې کړه چې د قربانيانو کورنيو ته به د چارواکو له خوا مرستې ورسېږي. نوموړي په ټول هېواد کې د ساعترۍ ځايونو له مالکانو وغوښتل چې بايد په بېړني حالت کې د وتلو مناسبې لارې ولري.
چارواکو ويلي دغه ځای مخکې رستورانت و چې بيا په شپني کلب بدل شوی او احتمال لري له اجازې پرته يې فعاليت کاوه.
دا لومړی ځل نه دی چې د تايلنډ په يوه نايټ کلب کې د اور لګېدو پېښه رامنځ ته کېږي.
په ۲۰۰۹ کال کې د نوي کال په ورځ د سانتيکا په کلب کې د اور لګېدو له امله له ۶۰ ډېر کسان مړه شول. د دې پېښې په تړاو د کلب د څښتن په ګډون دوه کسان په ۲۰۱۱ کال کې زنداني شول.