موصل کې د ترکیې پر کونسلګرۍ توغندي توغول شوي

یوې امنیتي سرچینې ویلي، د چارشنبې په ګهیځ د عراق موصل ښار کې د ترکیې پر کونسلګرۍ څلور توغندي لګېدلي چې مالي زیان یې ور اړولی دی.

سرچینه وايي "څلور توغندي د ترکيې کونسلګرۍ په انګړ کې لګېدلي چې یوازې ویجاړي یې رامنځ ته کړې ده".

په موصل کې د ترکیې عمومي کونسل محمد کوجوک ویلي، د کونسلګرۍ کارمنان خوندي دي، او هېچا ته په برید کې زیان نه دی اوښتی او توغندي د کونسلګرۍ په انګړ کې لګېدلي.

دا بریدو څو ورځې وروسته تر هغه شوی چې عراق پر ترکیې تور ولګاوه چې ګنې د عراق شمال کې پر سیاحتي سیمه برید دوی کړی چې ځینې کسان پکې ووژل او ټپیان شول.

تر اوسه د برید مسؤولیت چا نه دی منلی او ترکیې هم تر اوسه د پېښې د پړې ګوته چا ته نه ده نیولې.

د عراق حکومت د ننني برید په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د ترکیې کونسلګري د موصل په یوه استوګنیزه سیمه کې ده.

عیني شاهدان وايي، د کونسلګرۍ له ودانۍ نژدې سل متره لیرې پر یوه ملکي موټر د برید نښې لیدل کېږي او ورڅېرمه د یوه کور کړکۍ هم ماتې شوې دي.

د ترکي ځواکونو د شړلو غوښتنې

د سې شنبې پر ورځ عراق یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې پر دهوک ولایت برید لپاره غونډه وکړي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د عراق په خاوره کې د ترکي ځواکونو موجودیت ناقانونه دی.

د بهرنیو چارو وزیر فؤاد حسین تمه ښودلې چې د امنیت شورا به له عراقه ترکي ځواکونه کوچېدو ته وهڅوي.

د کردستان کارګر ګوند ډله له ۱۹۸۴ کال راهیسې د ترکي حکومت پرضد وسله واله مبارزه کوي.

د دوی ترمنځ جګړو کې تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

امریکا، اروپايي ټولنې او بریتانیا هم دا ډله په ترهګرو سازمانونو کې راوستې ده.

انقره په دې هڅه کې ده چې د خلق دیموکراتیک ګوند ناقانونه اعلان کړي.

کردان د ترکیې ۱۵ تر ۲۰ سلنې وګړي جوړوي، خو کلونه کېږي چې په دې هېواد کې د بېلابېلو حکومتونو تر څار لاندې ژوند کوي.