تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیل استخباراتو ایران کې دننه د سپاه پاسداران له یوه چارواکي تحقیقات کړي
د "موساد" لخوا ایران کې دننه د سپاه پاسداران ځواکونو له یوه چارواکي څېړنو د دغو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي سیالیو له نوې لړۍ پرده پورته کړې.
د ایران انټرنشنل شبکې لخوا د خپرو شویو تصویرونو پر بنسټ ویل شوي چې "اسرائیلو ایران کې دننه د یدالله خدمتي په نوم د سپاه پاسداران له یوه چارواکي تحقیقات کړي دي."
اسرائیلي چارواکو تر اوسه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.
دا تصویرونه داسې مهال خپاره شوي چې د ایران دوو تلویزوني شبکو شاوخوا یوه میاشت وړاندې ویلي وو چې د اسرائیل استخبارات د دوی هېواد کې ځینې "بې لاري او کوڅه ډب" د وسیلې په توګه کاروي.
د ایران انټرنشنل لخوا له خوا خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې ښاغلی خدمتي "د ایران د سپاه پاسداران چارواکی" دی او په دې څو ساعته څېړنو کې یې د موساد څارګرو ته د ایران لخوا سوریې، عراق، لبنان او یمن ته د وسلو د لېږد په اړه مالومات ورکړي.
بي بي سي په خپلواک ډول سپاه پاسدارن کې د یدالله خدمتي په نوم د چا غړیتوب نشي تاییدولی.
ښاغلی خدمتي په دې ویډیو کې چې لا مالومه نه ده په څرنګه شراېطو کې ترې اخیستل شوې وایي "ومو ویل چې ښاغلی نوروزي له اماد ګاونډیو هېوادونو، حزب الله، سوریې... ته بې پیلوټه الوتکې، توغندي، وسلې او هر څه ورکوي... زه هم د ښاغلي نوروزي دفتر کې یم او پر دې کارونو پښیمان یم."
اماد د سپاه پاسداران د تدارکاتو اداره ده او مشر یې علي اصغر نوروزي دی.
د قدس ځواک له غړي منصور رسولي څېړنې
له یدالله خدمتي وړاندې د تېرې اپرېل میاشتې پر ۳۰مه هم د موساد د څارګرو لخوا ایران کې دننه د قدس ځواک له یوه چارواکي "منصور رسولي" د تحقیقاتو خبر ورکړ شوی و.
د هغو څېړنو غږیز فایل کې اروېدل کېدل چې ښاغلی منصوري وايي د "قدس ځواک" لخوا ورته ترکیه کې د یوه اسرائیلي، جرمني کې د یوه امریکايي او فرانسه کې د یوه ژورنالیست د ترور امر شوی.
هغه مهال اسرائیلي رسنیو هم د قدس ځواک له دغه چارواکي د تحقیقاتو رپوټونه وکړي وو.
تر هغې یوه اوونۍ وروسته یو سړيچې منصور رسولي ته منسوبو تصویرونو سره یې ورته والی درلود یوه ویډیو خپره کړه او په هغې کې یې وویل چې دا اعتراف ترې په زور او فشار اخیستل شوی دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس وروسته وویل چې منصور رسولي غیر نظامي او د دغه هېواد شمال لویدیځ کې یو عادي کروندګر دی او ګواکې دا اعتراف ترې "کوڅه ډبو" د غلا کړو پیسو بدل کې اخیستی دی.
له تېرو څو کلونو راهیسې د ایران پوځي او اټومي تاسیساتو کې د مرمزو چاودنو او همدا راز د دغو سکتورونو د ځینو اړوندو چارواکو د ترور پړه د اسراییلو پر استخباراتو اچول کېږي.
ویل کېږي ایران هم په بدل کې پر سرائیلو سایبري بریدونه کوي.