تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په دنیپرو کې د اوکرایین پر فضايي اډه توغندي برید کې درې تنه وژل شوي
د اوکرايين دنيپرو سيمه يیز چارواکي وايي د روسيې اوږد واټن کروز توغندي بريد کې چې د فضايي راکټونو پر اډه لګېدلی، درې کسان وژل شوي دي.
ويل کېږی په دغه بريد کې ۱۵ تنه ټپیان شوي او نژدې د استوګنې ودانيو ته هم په کې زيان اوښتی دی.
د نيپرو يوزمامش اډه کې سټلايټونه هم جوړېږي چې د اېلون مسک د سپېس اېکس شرکت له خوا فضا ته استول شوي دي.
يوه سيمه ييز مشر وويل، دوه نور کسان هغه مهال ووژل شول کله چې د دنيپرو جنوب په نيکوپول سيمه لسګونه روسي توغندي ولګېدل.
د اوکرایین پوځ وايي، دغه توغندي په تور سمندرګي کې له اوبتلونو توغول شوي دي.
بل پلو د اوکرايين په شمال خارکيف ښار ته څېر په چوهيويو ښارګوټي پر کورونو توغندي لګېدلي چې درې کسان په کې وژل شوي دي.
په پلازمېنه کيېف کې د بي بي سي خبر جو انووډ وايي، په ختيځ کې د روسيې ځمکني علميات ورو شوي خو هوايي بريدونو کې زياتوالی راغلی چې ډېری یې د ښارونو پر مرکزونو تر سره کېږي.
نوموړی وايي تېره شپه د اوکرايين په بېلابېلو برخو کې د هوايي بريدونو سايرنونه غږېدل.
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د روسيې دفاع وزير سرګي شويګو خپلو ځواکونو ته امر کړی چې په اوکرايين کې خپل عمليات چټک کړي چې د روسيې تر ولکې لاندې سيمو کې د اوکرايين د توپونو او توغنديو د بريدونه مخه ونيول شي.
د روسي رسنيو له مخې د دغه هېواد د دفاع وزير د اوکرايين هغو سيمو کې پوځ ته وينا کوله چې د دوی تر ولکې لاندې دي.