زېلينسکي: پر وېنیتڅیا ښار توغندیز برید ترهګري ده

اوکراییني چارواکي وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې، کیېف، سوېل ختیځ خوا ته د جګړې له لومړۍ لیکې لېرې یوه ښار باندې د روسیې په یوه توغندیز برید کې ۲۳ تنه وژل شوي او لسګونه نور پکې ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وینا، پر وېنیتڅیا ښار باندې له دغه بریده وروسته تر ۳۰ ډېر نور کسان ورک دي. اوکراییني چارواکو ویلي، چې دا برید په تور سمندرګي کې له یوه اوبتله شوی دی.

د بي بي سي یو خبریال وايي، په دغه توغندیز برید کې د ښار په مرکز کې یوه سوداګریزه ودانۍ لګېدلې ده.

د اوکرايين ولسمشر ولودېمير زېلينسکي ويلي د مړو شمېر ښايي ډېر شي:

"بل هېڅ هېواد ځانته دا اجازه نه ورکوي چې د کروز توغنديو او توپچي ډزو په مټ سوله ييز ښارونه او د عادي وګړو ژوند ويجاړ کړي. زموږ پر وېنيتڅيا ښار په يوه توغنديز بريد کې ۲۳ تنه ووژل شول. په دې کې درې تنه ماشومان دي چې عمرونه يې له لسو کلونو کم وو. په خواشينۍ سره چې دا وروستى شمېر نه دى. په ويجاړيو کې لټون دوام لري. لسګونه کسان تري تم دي. روغتون کې بستري کسانو کې داسې خلک هم شته چې ډېر سخت ټپي شوي دي."

درې روسي توغندي د وېنيتڅيا ښار په زړه کې چې پلازمينې کيېف سوېل لوري ته پروت دى د دفترونو پر يوې ودانۍ او په کورونو ولګېدل.

د بيړنيو مرستو ادارو چارواکي وايي دا شونتيا ډېره کمه ده چې پېښه کې دې څوک ژوندي وموندل شي. د روسيې د فاع وزارت چې وړاندې يې د نا پوځي موخو په نښه کول رد کړي په دې تړاو يې لا کوم سپيناوى نه دى وړاندې کړى.

خو د اوکرايين ولسمشر ولس ته په خپلې شپنۍ وينا کې د روسيې دا کړنه له ترهګرۍ سره ورته وبلله. نوموړی وايي:

"دې ورځې يو ځل بيا ثابته کړه چې روسيه بايد رسماً يو ترهګر هېواد وپېژندل شي. نړۍ کې بل هېڅ هېواد د روسيې په څېر د ترهګرې ګواښ نه پېښوي."

خو روسيې لا د ښاغلي زېلېنسکي دې ادعا ته ځواب نه دى ويلى.

اوکرايين وايي دا توغندي د کالبېر په نامه کروز توغندي دي چې له تور سمندره، له اوبتله توغول شوي. له بريد وروسته ګڼ کسان نيول شوي او د اوکرايين د کورنيو چارو وزارت ويلي پوليس او امنيتي ادارې يې له نيول شویو پوښتنې ګروېږنې کوي.

'د غنمو صادراتو په تړاو هوکړه شوې'

بل لور د ترکیې دفاع وزیر وايي، د هغو خبرو پایله کې چې په تور سمندر کې د روسیې لخوا د اوکرایین غنمو صادراتو مخنیوي پای ته رسولو لپاره شوې، یوه هوکړه شوې ده. د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکار وايي، دواړو لوریو منلې چې د غنمو صادروونکو بېړیو ته به خوندي لار چمتو کېږي او دې لړ کې تمه کېږي هوکړه به راتلونکې اونۍ لاسلیک شي. که دا هوکړه پلي شي، هغه اندېښنې به ورسره له منځه لاړې شي چې د میلیونونو کسانو لوږې په تړاو راپورته شوې وې.