پوتین ایران کې د څه په لټه کې دی، عربي رسنیو یې سفر ته ولې چندان اهمیت ورنه کړ؟

د عکس سرچینه، KHAMENEI.IR
- Author, مانیټورېنګ برخه
- دنده, بي بي سي
"پان عرب" خبري شبکې ایران ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر په اړه د کرملین خبرپاڼې ته چندان اهمیت نه دی ورکړی. پرځای یې منځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن سفر د خپلو خبرونو د سر ټکی ګرځولی دی.
د شري لنکا سیاسي کړکېچ او نارامۍ او همدارنګه د اوکرایین د جګړې خبرونه د "پان عرب" رسنیو د جولای د ۱۳ د سر خبرونه وو.
پوتین داسې مهال تهران ته سفر کوي چې قطر کې د "الجزیرې" تلوېزیون، د سعودي "العربیة" او بحرین کې د "سکای نیوز عربي" ډېری خبرونه سیمې ته د جو بایډن د سفر پر خبر ورټول دي.
د عربي نړۍ دې درو مهمو خبري شبکو خپلې خبري خپرونې سیمې ته د جو بایډن د سفر، په اړه یې تحلیلونو، شننو او مرکو ته ځانګړې کړې دي.
دې خبري شبکو یوازې تهران ته د پوتین د سفر خبر خپور کړی او د کرملین د ویاند دیمیتري پسکوف له خولې یې ویلي، چې ولسمشر پوتین به په تهران کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم وګوري او درې واړه مشران به په سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د دغو دریو عربي شبکو په وېبپاڼو کې د سپینې ماڼۍ د امنیتي سلاکار جک سالیوان خبرو ته هېڅ اشاره نه ده شوې چې ویلي یې داسې مالومات یې ترلاسه کړي چې تهران به روسیې ته داسې سلګونه بې پیلوټه الوتکې ورکړي چې اوکرایین کې د مهماتو لېږدولو وړتیاوې ولري.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په ورته وخت کې، پان عب وېبپانې د "رأی الیوم" یا (نن نظر) ورځپاڼه چې لندن کې یې مرکز دی د ښاغلي سالیوان څرګندونو ته اشاره کړې ده. مشر یې عبدالباري عطوان پر سعودي د نیوکګرو له ډلې دی او په سیمه کې د ایران او د مقاومت د محور تګلارې ملاتړ کوي.
د سوریې د رسنیو کمرنګه پوښښ
د سوریې حکومتي رسنیو او د مخالفانو رسنیو هم ایران ته د پوتین ته سفر لږ پوښښ ورکړی دی.
د سوریې رسمي خبري رسنۍ "سانا" دې سفر ته هېڅ اشاره نه ده کړې. "الوطن" ورځپاڼې چې د بشارالاسد ملاتړې ده، پخپل لنډ رپوټ کې پر فېسبوک د ایراني سرچینو په حواله یو لنډ خبر خپور کړی.
"عنب بلدي" وېبپاڼې چې د سوریې د حکومت مخالفانو اصلي ملاتړی وېبسایټ دی او ترکیه کې فعالیت کوي، یوازې د پوتین د سفر له تحلیل پرته نور څه نه دي خپاره کړي.
"العهد" وېبپاڼې چې په عراق کې د عصائب اهل الحق اورپکو اړوند دی، د ایران د اقتصادي کمېسیون د مشر محمد رضا پورابراهیمي له خولې لیکلي، له ایراني چارواکو سره د پوتین د لیدو موخه د اړیکو پراختیا ده.
د "کتائب حزب الله" اورپکو "الاتجاه" وېبپاڼې او تلوېزیون تهران ته د پوتین د سفر په باب لیکلي، پوتین به له "امام" خامنه يي سره وګوري.









