لیبیا کې معترضانو د پارلمان ودانۍ ته اور اچولی

د عکس سرچینه، Getty Images
د لیبیا شمال طبرق ښار کې معترضانو د پارلمان پر ودانۍ برید کړی چې د رپوټونو پربنسټ، د ودانۍ ځینو برخو ته یې اور اچولی دی.
پر انټرنېټ ځینو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې لاریونیان د پارلمان ودانۍ ته اور اچوي.
د لیبیا ګڼو لویو ښارونو کې د سیاسي کړکېچ په درشل کې د برېښنا پرله پسې پرچاوۍ او د بیو لوړوالي له کبله اعتراضونه شوي.
پلازمېنه طرابلس کې معترضان د ټاکنو غوښتنه کوي، او دا په څو کلونو کې تر ټولو لوی اعتراض بولي.
دا اړ و دوړ وروسته تر هغه پیل شو چې د جنیوا کې د ملګرو ملتوونو په منځګړتوب بې پایلې پای ته ورسېدې، هدف دا و چې د ټاکنو لپاره زمینه برابره شي.
لیبیا له ۲۰۱۱ کال راهیسې د معمر القذافي له لیرې کېدا وروسته له ګډوډۍ سره مخامخ ده.
په ختیځ طبرق ښار کې د لیبیا د استازو شورا ده، چې له پلازمېنې طرابلس څو سوه میله واټن لري.

د عکس سرچینه، AFP
دا شورا په ۲۰۱۴ کال د لیبیايي ډلو ترمنځ د واک او سیمو تر وېشلو وروسته جوړه شوه.
لیبیا کې دوه موازي حکومتونه دي، ختیځ کې پارلمان دی چې مشري یې فتحي باشاغا کوي او ځان لومړی وزیر بولي، خو طرابلس کې بیا د عبدالحمید الدبیبه واک دی چې له نویو ټاکنو مخکې له واکه د لیرې کېدو نیت نه لري.
په پام کې وه چې ټاکنې راتلونکې ډیسمبر میاشت کې وشي او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې بهیر پیل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دوه ورځې وړاندې وویل، د دواړو غاړو ترمنځ خبرې په سیاسي ډګر کې په ټپه ولاړ حالت ته د خوځښت او حل موندل وو، خو کومې هوکړې ته پکې ونه رسېدل.










