د اوکرایین جګړه؛‌ کلابند سوېوروډونېڅک ښار ته ټول غځېدلې پلونه ویجاړ شوي

د اکورایین پر سوېوروډونېڅک او ورڅېرمه لستاچنسک ښارونو د روسیې واکمنېدل مسکو ته د لوهانسک سیمې د بشپړې نیونې موقع ورکوي، چې همدا مهال یې پر ډېرو برخو د روسیې له ملاتړ برخمن بېلتونپال واکمن دي.

د کلابند سوېوروډونېڅک ښار واکمن ویلي، دې ښار ته ټول غځېدلي پلونه ویجاړ شوي دي.

سیرهي هایډي وویل، دا چې ښار ته ټولې لارې ویجاړې وې دي،‌ د مرستو رسول او د ولسي خلکو ایستل اوس یوه ناممکنه چاره ګرځېدلې ده.

په ختیځ ښار کې جګړه تېزه شوې، چې د اوکراییني چارواکو په وینا، د روسیې توپچي اوکراییني ځواکونه د ښار له مرکزه شاته کړي دي.

له څو اونیو راهیسې د سوېوروډونېڅک ښار نیول د روسیې یو لوی هدف و.

رپوټونه وايي، اوس د سوېوروډونېڅک ښار ۷۰ سلنه د روسانو لاس کې دی.‌

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د دغه هېواد ختیځ کې د سوېروډونېڅک ښار د جګړې په اړه ویلي‌ چې هلته د دوی مرګژوبله په وېروونکې کچه لوړه ده.‌

له ستراتېژیکه اړخه دغه مهم ښار اوس روسي ځواکونو نږدې په بشپړ ډول نیولی دی.

ښاغلي زېلېنسکي وویل "موږ لپاره د دې جګړې بشري بیه ډېره لوړه ده. که ساده یې ووایم وېروونکې ده."

هغه دا څرګندونې د اوکرایین خلکو د ټلېګرام له لارې د ورځنیو مالوماتو ورکولو پر مهال کړې.‌

د اوکرایین ځايي چارواکو وړاندې ویلي وو چې روسیه هڅه کوي‌ دا ښار له نور اوکرایینه جلا کړي او د همدې لپاره یې دغه ښار ته درېواړه غځېدلي ستر پلونه نړولي دي.‌

د دغو پلونو په نړېدو سره له سوېروډونېڅک د خلکو د وتلو او همدا راز د دفاعي لیکو پیاوړتیا لپاره د تازه دمو ځواکونو او مهماتو د ورسېدو مخه نیول شوې ده.

‌له دې سره د ډونېڅک خلکو جمهوریت چې په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی، یوه پوځي استازي ویلي دغه ښار کې کلابند اوکراییني ځواکونه باید تسلیم شي که نه وبه وژل شي.‌

د اوکرایین ولسمشر خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې د دونباس سیمې د جګړې انساني بیه به د ده په وینا "له شک پرته د اروپا نظامي تاریخ کې تر ټولو د خونړۍ جګړې په توګه یاد وساتل شي."

ښاغلي زېلېنسکي څو ورځې وړاندې ویلي وو چې پوځ یې هره ورځ د دونباس جګړه کې له ۶۰ تر ۱۰۰ سرتېري له لاسه ورکوي.

هغه وايي له یوه مطلق شیطان سره مخامخ دي او له دې پرته بله لار نه لري چې د خپلې خاورې ازادولو لپاره پر مخ ولاړ شي.

کرملېن:‌ موږ د خلکو جمهوریتونه ساتو

د اوکرایین د جګړې بل لوری روسیه بیا وايي‌ اوکرایین کې یې د پوځي عملیاتو هدف دا دی چې هلته د ډونېڅک او لوهانسک د خلکو جمهوریتونه خوندي کړي.‌

د روسیې 'ار ای اې' خبري اژانس د ولادیمیر پوتین د ویاند دمېتري پېسکوف په حواله ویلي "عمومآ د دغو ځانګړو پوځي عملیاتو ستر هدف د جمهوریتونو ساتل دي.‌"

د روسیې حکومت تر اوسه پر اوکرایین یرغل ته د جګړې اصطلاح نه کاروي او ټینګار یې پر دې دی چې دا د اوکرایین د "ناپوځي" او "غیر نازي" کولو لپاره ځانګړې پوځي عملیات دي.‌

مسکو د اوکرایین حکومت کې د نازیانو په اړه په بې بنسټه ادعاو سره هڅه کوي خپل یرغل توجیه کړي.

ډونېڅک او لوهانسک د اوکرایین ختیځ‌ کې د دونباس سیمې دوه برخې دي چې بېلتونپال یې د روسیې په ملاتړ د خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي.‌

مسکو د اوکرایین له نورو سیمو د خپلو ځواکونو له شا ته کولو وروسته اوس ټوله جګړه پر دونباس سیمې متمرکزه کړې ده.‌