میرکل د خپلې واکمنۍ پر مهال له پوتین سره د تعامل دفاع وکړه

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې اانګېلا میرکل له ولادیمر پوتین سره د خپلې واکمنۍ پر مهال د تعامل دفاع کړې.

مېرمن میرکل د دندې له پرېښوولو وروسته په یوه لومړنۍ مرکه کې دا څرګندونې کړې دي.

نوموړې وايي، په ۲۰۱۴ کال کې چې روسیې د اوکرایین کریمیا سیمه په خپله خاوره پورې ضمیمه کړه، د بندیزونو په تړاو د خپل غبرګون په هکله ''داسې هېڅ نه ویني چې له کبله یې بښنه وغواړي. ''

نوموړې دغه راز د خپلې واکمنۍ پر مهال په ناټو سازمان کې د اوکرایین ګډون په هکله خپل مخالفت سم بللی.

پر مېرمن میرکل تور پورې کېږي چې له روسیې سره یې داسې اړیکو کې هېواد پرېښود چې سوداګري پکې مهمه وه او له همدې کبله جرمني ته د زیان خطر ډېر شو.

هغه مهال چې مېرمن میرکل په واک کې وه، له روسیې تر جرمني پورې د ګازو لېږد نورد سټریم نل لیکه مخامخ وغځول شوه او پر اوکرایین د روسیې له یرغل یو څه مخکې د نوموړې ځایناستي صدراعظم اولاف شولز له لوري لغوه شوه.

پر اوکرایین د روسیې یرغل له کبله پر جرمني فشار ډېر شوی، چې پر روسیه داسې بندیزونه ولګوي چې خپل اقتصاد یې ورسره زیانمن نه شي.

بل لور مېرمن میرکل وايي، اروپا او روسیه ګاونډیان دي او نه شي کولای یو بل له پامه وغورځوي.

نوموړې له جرمن لیکوال او خبریال الکساندر اوسانج سره مرکه کې چې اې ار ډي خبري شبکې خپره کړه، زیاتوي: ''موږ باید داسې لار ومومو چې د یوه بل وجود ومنو. یرغل نه یوازې دا چې د منلو نه دی، بلکې د روسیې یوه لویه تېروتنه وه. ''

مېرمن میرکل وايي: ''که موږ څو پېړۍ شاته ځو او پرې دې جنجال کوو چې د خاورې کومه برخه د چا اړوند ده، بیا به نو یوازې جګړه وي. ''

نوموړې د کریمیا ضمیمه کولو له کبله پر روسیې د لګول شویو بندیزونو او د منیڅک سولې بهیر کې د جرمني رول ننګه وکړه، چې موخه یې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د اوکرایین ختیځ کې د جګړې ختمول و.

نوموړې وايي، هغې هوکړې اوکرایین ته وخت ورکړ چې د یوه ملت په توګه وده وکړي او خپل پوځ غښتلی کړي.