تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نړیوال بانک د اوکرایین جګړې له کبله په نړۍ کې د سوړ بازارۍ خبرداری ورکړی
نړیوال بانک د نړۍ اقتصادي ودې په اړه خپل کلني رپوټ کې خبرداری ورکړی، چې لږ پرمختللي هېوادونه د اوکرایین جګړې او کورونا وبا له کبله له سخت اقتصادي کړکېچ او رکود یا سوړ بازارۍ سره مخامخ دي. نړیوال بانک ویلي چې د ختیځې افریقا او د اروپا ځینې برخې په ځانګړي ډول ډېرې اغېزمنې شوې دي.
د نړیوال بانک په رپوټ کې داهم راغلي، داسې رښتینی خطر شته، چې د خوراکي توکو او تېلو بیو د لوړیدو له وجې د ۱۹۷۰ کال څخه وروسته په لومړي ځل نړۍ کې د لوړ انفلاسیون او ټیټې کچې ودې یا پرمختګ یوه ګډوله رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان هم له اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګریوان دی او خلک یې ورځ تربلې د خپلو کورنیو اقتصادي چلوونې وس له لاسه ورکوي.
د کووېډ- ۱۹ له وبا وتلې نړۍ د یوکرايين جګړې په داسې اقتصادي ځوړ کې لا ښويولې چې وار له مخه یې د انرژۍ او خوړو بیې لوړې کړې او په ټوله نړۍ کې به اقتصادونه لا نور هم وځپي. نړیوال بانک دا هم ویلي چې دغه اقتصادي ځوړ په اروپا او ختیځه آسیا کې لږ پرمختګ لرونکي هېوادونه لا ډېر ځپي. د نړیوال بانک دغه راپور د لوړ انفلاسيون او ټيټې ودې د خطر لوړېدو اټکل هم کړی.
د نړیوال بانک مشر ډېوېډ ملپاس ویلي، په اوکرايين کې جګړه، په چین کې قرنطین، د راکړو ورکړو د لارو چارو اغېزمنېدل او د لوړ انفلاسيون او ټيټې ودې یا سټګلفلېشن خطر وده ټکنۍ کړې.
د روانې جون میاشتې لپاره د نړیوال بانک د نړیوالو اقتصادي لرلیدونو رپوټ اټکل کړی چې پر نړیواله اقتصادي وده دغه اغطز ښايي د روانې لسیزې تر پایه دوام وکړي. د راپور له مخې په ګڼو هېوادونو کې د لسیزو اوږده انفلاسیون او د لږ ودې د دوام له امله به انفلاسيون هم تر ډېره دوام وکړي.
د نړیوال بانک د نړیوالو اقتصادي لرلیدونو د برخې د مشر اهیان کوسې په وینا اندېښنه دا ده چې د نړۍ اقتصاد په تېرو اتیا کلونو کې بې ساری چټک اقتصادي ځوړ تجربه کړي.
"په خواشينۍ سره چې حالات تر هغې ډېر خراب شول چې موږ یې تمه لرله. موږ د یوه اقتصادي ځوړ تمه لرله خو اوس تر هغې خبره اوښتې. په نړیواله کچه به اقتصادي وده تر ۲.۹ سلنې ټيټه شي، تېر کال دا وده ۵.۷ سلنه وه."
د نړیوال بانک مشر هم ویلي چې ښايي د لوړ انفلاسيون او ټيټې ودې هغه کچه چې نړۍ په ۱۹۷۰مو کلونو کې تجربه کړې راوګرځي.
د یادونې ده چې همدې تېرو دوو ورځو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان راپور ورکړی و چې افغانستان او سومالیا هم د اېتوپیا، نایجریا، سوېلي سوډان او یمن په څېر د ناوريني حالت لرونکو هېوادونو په کتار کې ورزیات شوی.
دغه سازمان ویلي، په دغو شپږو هېوادونو کې د نفوس داسې برخې شته چې له بحراني حالاتو تېرېږي او لا یې هم حالت خرابېږي چې تر اووه نیم لکه کسان پکې له لوږې او مرګ سره مخ دي. د افغانستان وچکالي يې هم یاده کړې او تاوتریخوالی او سیاسي اړودوړ يې هم د دغه هېواد نورې ستونزې یادې کړې چې هلته به په سختې لوږې ډېرېدو کې رول لري.
د بي بي سي یوې وروستۍ موندنې هم ښودلې چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په تېرو دريو میاشتو کې پرلپسې څو برابره لوړې شوې دي.
د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې هم وار له مخه د خوراکي توکو کمښت او د بیو لوړوالي اندېښنې ډېرې کړې چې دې چارې هم د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې پر هېوادونو سیوری غوړولی.