تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین چارواکي د مهم ختیځ ښار ځینو سیمو بېرته نیولو ادعا کوي
اوکراییني چارواکي وايي، د مهم سیورودونیڅک ښار ځینې هغه برخې یې بېرته نیولې دي، چې مخکې روسي ځواکونو ترې نیولې وې.
له دې مخکې د سیمې والي سیرهې هایدای ویلي و، د دې ختیځ ښار ۷۰ سلنه برخې د روسي پوځ نیولې دي.
خو د لوهانڅک والي وايي، په سیویرودونیڅک ښار کې جګړه روانه ده.
ښاغلي هایدای پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یوه تازه پیغام کې نن شنبه ګهیځ وویل، ''تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوکراییني ځواکونو د دښمن نهه یرغلونه په شا تمبولي، یو ټانک، یوه توپخانه او اته زغروال ګاډي یې ویجاړ کړي دي. ''
نوموړی وايي، د هوايي دفاع نظام یو کروز توغندی او درې ډرون الوتکې هم غورځولې دي.
هغه وايي: ''روسي ځواکونه خپل ټول احتیاط ځواک په سیورودونیڅک کې کاروي، او بشري وضعیت ځکه ډېر ستونځمن دی، چې ښار ته د خوړو او دارو-درملو رسول ناشوني دي. ''
په داسې حال کې چې د لوهانڅک والي وايي، روسي ځواکونه یې په شا تمبولي، په کیېف کې د بي بي سي خبریال جواینووډ په خپل رپوټ کې وايي، د اړیکو ډېری سرچینې غیر فعاله دي او له همدې کبله دا ګرانه ده چې معلومه شي، په سیویرودونیڅک کې څه روان دي.
دا ښار چې د روسي ځواکونو یو مهم هدف دی، له تېرو څو اونیو راهیسې پرې پرلپسې راکټي او توغندیز بریدونه روان دي.
والي هایدای دا هم وايي چې د امریکا له لوري ورکړل شوې نوې توپخانه چې هلته ورسېږي، رول به یې پرېکنده وي او په وینا یې ''روسي پوځیان به وتښتي. ''
د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلنسکي هم د تېرې شپې وینا کې د روسیې پر پوځ سختې نیوکې وکړې، چې وايي، یو وخت په نړۍ کې دویم ستر پوځي ځواک بلل کېده، خو اوس چې '' څه پاتې دي، یوازې ترخه موسکا... جنګي جرمونه، بې رحمي او کرکه. خو دا پوځ لا هم بریدونه کوي او د مخنیوي لپاره یې له خبرو پرته نورې لارې چارې پکار دي. ''
بل لور د بریتانیا دفاع وزارت سرچینې وايي، روسي ځواکونو د اوکرایین په ختیځ دونباس سیمه کې هوايي بریدونه زیات کړي، چې ګایډډ او ان ګایډډ یا داسې توغندي پکې کاروي، چې لارښود پکې ځای پر ځای شوی او یا هم له دې پرته توغول کېږي.
مسوولین وايي، د اوکراییني پوځ مرستندویه ځواکونو یو ځای کېدو یا خوځښت مخنیوي لپاره کروز ډوله توغندي هم کارول شوي دي.
د بریتانیا دفاع وزارت چارواکو په وینا د توغندیزو بریدونو له کبله روسي ځواکونو کومه پاموړ بریا نه ده ترلاسه کړې او داسې ښکاري چې د ګایډډ توغندیو زېرمه یې ختمه شوې ده.