پاکستان کې خلکو د غله په ګومان مزدور وژلی

د پاکستان پنجاب کې قهرېدلو خلکو یو سړی د موټر سایکل د غلا په تور په وهلو ټکولو وژلی، خو اوس پولیس وايي، وژل شوی سړی مزدور و، چې کباړ یې ټولاوه.

د ګوجرانواله پولیسو په وینا د دې بې ګناه سړي وژلو په تور یې ۱۴ کسان نیولي او د هغو درې پولیس سرتېرو خلاف یې هم رپوټ ثبت کړی، چې د پېښې په ځای کې وو او وژل شوی سړی یې په ټپي حالت کې روغتون ته نه دی رسولی.

د ځايي پولیسو مشر سید حماد عابد وايي، د وژل شوي محمد اشرف وهلو ټکولو په قضیه کې نیول شوي مشکوک کسان د امنیتي کامرو په مرسته پېژندل شوي دي.

د پولیسو په وینا ځايي اوسېدونکی محمد اشرف د ښار له بېلابېلو سیمو کباړ ټولاوه او د همدې کباړ پلورل یې د عاید یوازینۍ سرچینه وه.

ویل کېږي، نوموړی د پېښې په ځای کې د یوه پټرول پمپ تشناب ته ننوتی و او له بېرته ستنېدو وروسته د خپل موټر سایکل پر ځای د یوه بل کس پر موټر سایکل لاس ایښی چې له همدې ځایه یې بدمرغي پیل شوې ده.

د محمد اشرف ورور شوکت علي پولیسو ته ویلي، هلته پنځه نور موټرسایکلونه هم ولاړ وو، چې څښتنانو یې پر محمد اشرف د غله ګومان کړی او وهلی ټکولی یې دی.

نوموړی وايي، محمد اشرف نارې وهلې چې د ده موټر سایکل هم هلته ولاړ و، خو خلکو یې خبره نه ده منلې او له نژدې دوکانه یې هم وهلو ټکولو ته کسان راغلي دي.

ځايي پولیس وايي، د پټرول پمپ مزدورانو او هلته ولاړو خلکو وروسته محمد اشرف په یوه موټر پسې تړلی او وهلی ټکولی یې دی.

پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې درې ځايي پولیس د پېښې ځای ته ورځي او محمد اشرف تر ویښتانو نیسي، خپل موټر ته یې کشوي او کنځي یې.

پولیسو وروسته دا ټپي کس د روغتون پر ځای پولیسو مرکز ته لېږدولی چې پر لاره یې ساه ورکړې ده.