اوکرايين جګړه؛ "روسیې ته په اوکرايين کې پر افغانستان یرغل هومره مرګ ژوبله اوښتې"

شوروي ځواکونه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د شمېرو له مخې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان د یرغل پر مهال لږ تر لږه خپل ۱۵ زره عسکر بایللي وو او دا خونړۍ جګړه د شوروي اتحاد پر پاشل کېدو تمامه شوه.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي، داسې ښکاري چې د اوکرايين جګړې په لومړیو درېیو میاشتو کې روسي ځواکونو ته هغومره مرګ ژوبله اوښتې لکه پر افغانستان د پخواني‌ شوروي اتحاد په نهه کلن یرغل کې چې وراوښتې وه.

دغه وزارت ویلي، پر دونباس برید کې روسي ځواکونو ته اوښتې مرګ ژوبله د دوی د کمزوري پوځي‌ تکتیک ښکارندويي کوي‌ او دا چې د هوايي ځواک سم پوښښ یې له وسه نه دی پوره، د جګړې د لوري بدلېدو سره ځانونه نشي برابرولی او "قومندانان یې داسې کارونه کوي چې د ماتې خوړلو امکان ډېروي".

د بریتانیا دفاع وزارت وړاندوینه کوي چې روسي ځواکونو ته د اوکرایین په جګړه کې اوښتونکې مرګ ژوبله لا په زیاتېدو ده او په خبره یې، روسانو ته به ښکاره شي او د دې لامل به شي چې خلک له جګړې ناخوښي ښکاره کړي.

د شمېرو له مخې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان د یرغل پر مهال لږ تر لږه خپل ۱۵ زره عسکر بایللي وو او دا خونړۍ جګړه د شوروي اتحاد پر پاشل کېدو تمامه شوه.

د اوکرايين جګړې په اړه دا وړاندوینه داسې مهال کېږي چې هلته ملګرو ملتونو هم اندېښنه څرګنده کړې چې ګواکې دې جګړې په نړېواله کچه د جبري بې ځایه شویو کډوالو شمېر زیات کړی دی.

ملګري ملتونه: جګړې تر سل میلیون ډېر خلک جبري بې ځایه کړي دي

اوکرايين

د عکس سرچینه، LightRocket via Getty Images

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، د اوکرايين جګړې په ټوله نړۍ کې په جبري ډول د بې ځایه شویو کسانو شمېر زیات کړی دی. یو اېن اېچ سي ار وايي، دا لومړی ځل دی چې د جګړې له کبله په ټوله نړۍ کې د داسې بې ځایه شویو کسانو شمېر تر سل میلیون اوړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره زیاتوي، دا د خطر زنګ دی او باید د جګړې د پای ته رسولو او د لا تاوتریخوالي د مخنيوي لپاره خلک راويښ کړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنر فلیپو دا داسې یو ریکاډ یاد کړ چې هېڅکله باید نه وای رامنځ ته شوی.

دغه سازمان وايي، د اوکرايين جګړې له کبله اته میلیونه خلک په دغه هېواد کې دننه بې ځایه شوي او شپږ میلیونه نور بیا اړ شوي چې له اوکرايينه نورو هېوادونو ته کډه وکړي.

ملګري ملتونه داسې مهال د جګړې له کبله خلکو ته د اوښتونکي تاوان او سرګردانیو خبره کوي چې روسي ځواکونه د اوکرايين په ختيځ دونباس سیمه کې په جګړه بوخت دي. اوسمهال یې سويرادونېڅک ښار هدف ګرځولی دی.