روسیه: که تاجکستان ته ګواښ پېښ شي، مرسته یې کوو

د عکس سرچینه، Getty Images
روسیه وایې د افغانستان په شمال کې حالات له نژدې څاري او له خپل ملګري تاجکستان سره به د ګواښ په صورت کې هر ډول مرسته کوي.
دا خبرې روسي ولسمشر ولادمیرپوتین له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي.
د روسیې دولتي خبري آژانس ټاس وايي، روسي او تاجک ولسمشرانو وروستۍ ټلیفوني خبرې تر ډېره د افغانستان پر حالاتو ورټولې وې.
دغه اژانس لیکي چې ولادمیر پوتین او امام علي رحمان د تاجکستان پولې ته څېرمه په وروستیو پېښو اندېښنه ښودلې ده.
دواړو لورو ټينګار کړی چې په راتلونکي کې د هر ډول پرمختګ او ګواښونو په اړه باید ګډ چمتوالی ولري او دا چې په افغانستان کې د اورپکو ډلو فعالیتونه به له نږدې څاري.
په همدې حال کې، تېره ورځ د خپلواکو همګټو هېوادونو ناسته کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له نړیوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې بشري، امنیتي او سیاسي وضعیت ته پام وکړي.
ښاغلی لاروف وايي، "د افغانستان حالاتو ته باید اجازه ورنکړل شي چې دغه هېواد بیا وپرځي. زموږ ټینګار دا دی چې هلته باید ټول افغانان که هغه تاجک، ازبک، هرازه او نور په یوه غولي راټول شي او داسې یو وطن جوړ کړي چې نه ځانته او نه هم نورې نړۍ ته سرخوږی وي."
ښاغلی لاوروف وایې، په افغانستان کې د طالبانو او مخالفو ډلو ترمنځ جګړې باید زیاتې نشي او دا نوې ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي.

د عکس سرچینه، Reuters
بل پلو افغانستان کې د طالبانو حکومت وایې، د ګاونډیو په ګډون د نړۍ له هر هېواد سره په هغې ژمنې ولاړ دي چې افغان خاوره به د چا پرضد نه کارول کېږي.
څو ورځې وړاندې د تاجکستان د ملي امنيت رياست ویلي، د افغانستان د شمال ختيځ تخار ولايت په خواجه غار ولسولۍ کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د وسله والو نښتو پايله کې په "تصادفي" ډول څو توغندي د دوی پر خاوره لګېدلي دي.
له دغې پېښې وروسته تاجکستان ویلي چې پوله ساتي ځواکونه یې د تیارسۍ په حال کې دي.











