د علي وزیر په یوه قضیه کې ضمانت شوی خو لا هم بندي دی

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په یوه قضیه کې د خوشي کېدو ضمانت شوی، خو نوموړی به لاهم په زندان کې وي، ځکه چې سبا پنجشنبه يې د یوې بلې قضیې اورېدنه ده.

ښاغلی وزیر له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې په زندان کې دی، چې درې ځله د څو څو ورځو لپاره د اسمبلۍ غونډو ته خوشی شوی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، پر نوموړي په دريو بېلا بېلو قضیو کې د پولیسو رپوټونه ثبت شوي وو، چې اوس يې په دوو قضیو کې ضمانت شوی او د وروستۍ قضیې اورېدنه به يې پنجشنبه کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین تردې ضمانت وروسته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي : "د سند په ستره محکمه کې د علي وزیر د خوشي کېدو ضمانت وشو، سبا يې د ترهګرۍ ضد یوې محکمه کې بله اورېدنه ده، چې په هغه کې هم د انصاف هیله کوو."

ښاغلي پښتین له ټولو هغه وګړیو او سازمانو هم مننه کړې، چې له دوی سره يې د علي وزیر د خوشي کېدو لپاره غږ پورته کړی.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو په ۲۰۲۱ کال کې پر علي وزیر د پولیسو رپوټونه ثبت کړي وو، چې پکې يې پر نوموړي تور پورې کړی وو، چې د پاکستاني ریاست او پوځ پر ضد يې په خپلو ویناوو کې خبرې کړې دي.

ښاغلی وزیر او پښتون ژغورنې غورځنګ دواړه دا تورونه ناسم بولي او زیاتوي، دغه تورونه ځکه پرې لګېدلي، چې نوموړی تل د ترهګرۍ ضد پاکستانۍ تګلارې پر ضد خبرې کوي.

نوموړی د ۲۰۲۱م کال په ډسمبر میاشت کې په پېښور کې ځايي پولیسو هغه مهال ونیو، چې هملته يې د ۲۰۱۴ کال د پېښور ښوونځي برید پر ضد احتجاج کاوه.

د پېښور پولیسو وروسته نوموړی د کراچۍ پولیسو ته وسپارو او له همغه راهیسې هلته په زندان کې دی.