"زاړه او له کاره لوېدلي برېښنایي وسایل باید سملاسي راټول او بیاځلي وکارول شي"

ساینس پوهان وايي، د زړو او له کاره لوېدلیو برېښنايي توکو بېرته راټولول باید سملاسي زیات شي، ځکه چې د نویو توکو د جوړولو لپاره ځمکه کې شته فلزات په کمېدو دي او استخراج یا را ایستل یې ښایي ډېر دوام ونکړي.

د یوې څېړنې اټکلي شمېرې ښیي چې ۲۰۲۱ کال کې د برېښنايي توکو ۵۷ میلیونه ټنه له کاره لوېدلې پرزې راټولې شوې وې.

بریتانیا کې د کیمیا پوهانو شاهي ټولنه یا (آر اېس سي) وايي، اوس د دې وخت دی چې فلزاتو پسې د ځمکې د کیندلو پر ځای باید د زړو او له کاره لوېدلیو بریښنايي توکو راټولولو لپاره نړیوالې هڅې پیل شي.

یوه بله اندېښنه دا هم ده چې ښایي د نړیوالو جګړو له کبله هم د ګران بیه فلزاتو د استخراج لړۍ ټکنۍ شي، او دا چاره به د نویو برېښنایي توکو پر تولید مخامخ اغېز ولري.

د بېلګې په توګه اوکرایین کې د روانې جګړې په ګډون جیو پولوټیکي ناکراري د دې لامل شوې چې، د نېکل بیه چې برېښنایي موټرو کې د اصلي مادې په توګه کارول کېږي لوړه شي.

همدا راز نړیوال بازار کې د ځینو نورو فلزاتو بیه هم مخ په لوړېدو ده، له دې ډلې لیتیم هم فلز دی چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ یې بیه شاوخوا ۵۰۰ سلنه لوړه شوې.

بریتانیا د کیمیا پوهانو شاهي ټولنې مشر پروفسور ټام وېلټن وايي"زموږ د تکنالوژۍ د کارولو عادتونه سم نه دي، او موږ یې د خامو موادو د ختمېدو له خطر سره مخ کړي یو"

هغه همدا راز ویلي"دا وضعیت چاپېریال زیانمنولای او له بد حالت سره مخ کولای شي"

هغه توکي چې تر راتلونکې پېړۍ یې د ختمېدو شونتیا شته

ګیلیم: په طبي ترمامترونو، لمریزو تختو او دوربینونو کې کارول کېږي او د ځینو په باور ښایي د سرطان ضد ځانګړنې هم ولري.

ارسنېک: د اورلوبې موادو کې کارول کېږي، خو جالبه دا ده چې د لرګیو خوندیتابه لپاره هم ترې ګټه اخیستل کېږي.

سپین زر: د موبایل په ښیښه کې کارول کېږي، د رڼا پر وړاندې غبرګون ښودونکي دي چې طبعي رڼا کې په اتومات ډول د ښیښې رڼا راکموي.

انډیم: دا مواد په ټرانزیسټرونو، مایکروچپونو او د اور وژنې په سیسټمونو کې کارول کېږي.

ئیتریم: په څراغونو او د کمرو په لېنزونو کې کارېږي او هم ترې د سرطاني ناروغیو په درملنه کې کار اخیستل کېږي.

ټنټلم: د جراحۍ په امپلانټونو، ګازي څراغونو، راکټونو او سوپر سونیک الوتکو کې کارول کېږي.

نړۍ کې د تولید شویو برېښنایي وسایلو پاتې شوني هر کال شاوخوا دوه میلیونه ټنه زیاتېږي چې، تر دې دمه یې یوازې ۲۰ سلنه راټولېږي او بیاځلي‌کارېږي.

پروفیسور وېلټون وايي: "حکومت باید د وسایلو د ریسایکل یا بیا کارولو لپاره د تولید بڼه بدله کړي او د تکنالوژۍ شرکتونه هم باید دې برخه کې اړینه پانګونه وکړي".

د بریتانیا د کیمیا پوهانو شاهي ټولنې څېړنه کې دا هم جوته شوې چې خلکو کې هم د داسې تکنالوژۍ غوښتنه ډېره شوې چې بیاځلې وکارول شي.

له لسو هېوادونو څخه لس زرو کسانو په یوې انلاین سروې کې برخه اخیستې وه او ۶۰ سلنه کسانو یې ویلي وو، که پوه شي د یو نوي شرکت لخوا جوړ شوی محصول دوامداره او بیا ځلي کارېدلی شي، دوی حاضر دي چې له همدې نوي شرکته وسایل واخلي.

په سروې کې راغلي، ډېری خلک په دې نه پوهېږي چې له کاره لوېدليو او اضافي برېښنایي وسایلو سره څه وکړي. د سروې ډیری ګډون کوونکو ویلي، په خپلو کورونو کې له کاره د لوېدلو وسایلو له امله پر چاپیریال اغېز ته اندېښمن دي.

دوی یا خو نه پوهېږي چې دې وسایلو سره څه وکړي او یا یې د بیاځلي کارونې د طرحو یا پروګرامونو په اړه امنیتي اندېښنې لري.

د بریتانیا د کیمیا پوهانو د شاهي ټولنې غړې الیزابیت رټکلېف بي‌ بي سي راډیو- ۴ سره خبرو کې ویلي: "موږ ډېر کله په ناخبرۍ سره خپلو کورونو کې په زرو تیلیفونونو او له کاره لوېدلیو کمپیوټرونو کې ډېر ګران بیه فلزات ساتو"

اغلې رټکلېف همدا راز ویلي: "د برېښنايي توکو تولیدوونکي او پلورونکي باید د دې چارې ډېر مسولیت په غاړه واخلي، په دې مانا چې خلک وکولای شي له کاره لوېدلي برېښنايي توکي پرچون بپلورونکو ته بېرته ورکړي او ډاډ تر لاسه کړي چې په خوندي ډول ریسایکل بېرته کارېږي."

نوموړې زیاتوي: "موږ د دې توکو بیاځلي کارول کېدو ته اړتیا لرو، دا مهال موږ یوازې په دوامداره توګه کان کیندنې کوو."

د بریتانیا د کیمیا پوهانو شاهي ټولنه تمه لري چې خلک وهڅوي، خپل زاړه او له کاره لوېدلي برېښنایي توکي ریسایکلنګ یا بیاځلي کارولو ته ورکړي، پر ځای د دې چې په خپلو کورنو او الماریو کې یې خوندي کړي.

د دې ټولنې په وینا، د توکو بیاځلي کارول هغه تولید دی چې د ختمېدو خطر یې خورا کم دی.