مړو څنګه له یوه هندي کس شتمن کاروباري جوړ کړ

Bharat Parekh

د عکس سرچینه، Mansi Thapliyal

د عکس تشریح، د سړک سر له مزدورانو نیولې تر سوداګرو، بارت پارېک پر ډېرو کسانو د ژوند بیمه پلورلې

بارت پارېک له لسیزو هره ورځ ورځپاڼه کې د مړینې اعلانونه څاري او بیا ناګپور ښار کې د جنازې یا مړي خښولو مراسمو ته ورځي. موخه یې د ژوند بیمې یا لایف انشورنس پلورل دي.

ښاغلی پارېک وایي: "هند کې جنازې ته بلنې ته اړتیا نشته. د مړي کورنۍ پیدا کوې او بیا په یوه ښه وخت کې د مړي خپلوانو او ملګرو سره ګورې او ځان ورپېژنې. ورته وایې چې د مړه شوي کس د ژوند بیمې په تړاو کولی شې وړیا خدمات ورکړې او خپل نوم او د اړیکې شمېره ورسره پرېږدې."

له ویر وروسته ځینې کورنۍ ورسره اړیکه نیسي، خو ډېرو پسې دی دروازه ورټکوي.

ښاغلی پارېک وايي، کوښښ کوي چې د بیمې غوښتنې بهیر ژر تر ژره بشپړ شي. دی مالوموي چې د یوه کس مرګ څه ډول له مالي پلوه پر کورنۍ اغېز کړی. ایا پور یې پاتې چې نه دی پرې شوی، پانګه لري، سپما یې کړې او ایا کومه بله بیمه یې شته؟

"زه پوهېږم چې مرګ څه ډول کورنۍ اغېزمنوي. زه ډېر وړوکی وم چې پلار مې ومړ"

۵۵ کلن بارت پارېک هند کې له ۱.۳۶ میلیونه کسانو یو دی چې هند کې د بیمې پلورلو خدمات وړاندې کوي.

د هند لایف اېنشورنس شرکت څه باندې سل زره کارکوونکي لري او ۲۸۶ میلونو کسانو ته د بیمې خدمات وړاندې کوي. له ۹۰ سلنې زیاتې بیمې یې د پارېک په څېر کمېشن کارانو پلورلي.

Bharat Parekh

د عکس سرچینه، Mansi Thapliyal

د عکس تشریح، ښاغلی پارېک ورځپاڼه کې د مړینو اعلانونه څاري

ښاغلی پارېک د دغه کمپنې یو له ځلانده کارکوونکو دی. ده تر اوسه د ۳۲۴ مېلیون ډالرو په ارزښت بیمې پلورلي چې نژدې ټولې یې ناګپور ښار او شاخوا سیمو کې دي.

دی وايي نژدې ۴۰ زره کسانو ته خدمات وړاندې کوي او نژدې په درېیمه برخه یې چې ده بیمې پلورلي کمېشن تر لاسه کوي.

داسې یوه مسلک کې چې ستوري نه لري ښاغلی پارېک د یوه ستوري په څېر دی.‌ د ده په اړه رسنیو کې رپوټونه خپرېږي چې څه ډول د لایف اېنشورنس کمپنۍ یا اېل ای سي له مشر هم ډېرې پیسې ګټي.

نژدې درې لسیزې کېږي چې دی د بیمې او مالي خدماتو صنعت کې د غښتلیو او بریالیو کسانو له ډلې شمېرل کېږي. دی ښوونځیو، کالجونو، بانکونو او پوهنتونونو ته وربلل کېږي چې ورشي او وینا وکړي.

د پارېک یوه وینا چې غږیزه بڼه یې ده پلورله داسې نومول شوې: "بریالي کس ته غوږ ونیسئ او بریالي شئ."

د ښاغلي پارېک دفتر کې ۳۵ کسه کار کوي او ګڼ مالي خدمات وړاندې کوي. طبعآ بیمه یې تر ټولو مهم خدمت دی. دی له خپلې مېرمنې سره د ښار په یوه شتمنه سیمه کې اوسېږي، مېرمن یې هم د بیمې خدمات وړاندې کوي.

ده یو کتاب هم خپور کړی چې نیمایي یې د ده پر ژوند راڅرخي او یوه برخه یې د پیسو د سپما په تړاو مالي مشورې دي. خپل کتاب کې یې د والټ ډېزني مشهوره خبره نکل کړې: "که یې خوب لیدلی شې نو کولی یې هم شې."

Bharat Parekh with business family cilents

د عکس سرچینه، Mansi Thapliyal

د عکس تشریح، د بسنت موهتا کورنۍ ۱۶ غړو له پارېک بیمه اخېستې

د ښاغلي پارېک پلار د ټوکر جوړولو یوې فابریکه کې کار کاوه او مور یې د کور ښځه وه. ژوند یې سخت وو. د یوې کوټې کور کې یې د مور پلار په ګډون اتو کسانو ژوند کاوه. ورونو او خویندو یې هم کار کاوه چې پلار سره یې ګټه وټه کې مرسته وکړي.

ښاغلی پارېک چې ۱۸ کلن شو نو له پوهنتون وروسته به یې خلکو ته د بیمې پلورلو کار کاوه.

دی به په بایسکل مشتریانو پسې ورته او خور به یې نورو کارونو کې ورسره مرسته کوله. د بیمې پلورلو لپاره به یې مشتریان په ساده ژبه هڅول، د مثال په ډول: "د ژوند بیمه داسې ده لکه د موټر اضافه ټایر، که یو پنچر شي نو بل درسره هر وخت شته."

دا خبره یې خپل یو لومړني مشتري ته کړې وه چې د ګاډو کار یې کاوه. هغه بیمه واخېسته او ښاغلي پارېک ۱۰۰ هندۍ روپۍ کمېشن وګاټه.

په لومړیو شپږو میاشتو کې ښاغلي پارېک یوازې شپږو کسانو ته بیمې پلورلې وې.

خپل لومړي کال کې یې یوازې ۱۵۰۰۰ روپۍ کمېشن ګټلی وو چې د کور لګښتونه یې پرې پوره کړل. دی وايي: "د ژوند بیمې يې پلورل ګران کار وو. کله کله به کور ته تلم او ښه به مې ژړلې."

Bharat Parekh

د عکس سرچینه، Mansi Thapliyal

د عکس تشریح، کپشن: ښاغلي پارېک د خپل کاروبار چلولو لپاره له ۳۰ زیات کسان ګمارلي

د بیمې کمېشن کارانو په اړه د خلکو نظر ډېر ښه نه دی، ډېر ورته د داسې یوه کس په نظر ګوري چې هڅه کوي د خلکو له مجبوریتونو ناوړه ګټه واخلي.

خو دې هم د پارېک هوډ مات نه کړ.

دی په دې پوه شو چې ژوندیو ته د زنګ وهلو پر ځای ښه ده چې د مړو شویو جنازو ته ورشي. له ورځنیو مزدورکارو نیولې تر سوداګرو دی هر ډول مشتریان لري او د کلونو په اوږدو کې یې ګڼو خلکو سره اړیکي جوړې کړي.

بسنت موهتا د پارېک یو مشتري دی. دی د ټوکرو کاروباری دی او له ناګپور ښاره ۹۰ کیلومتره لېرې اوسي.

دی وايي د کورنۍ ۱۶ کسانو یې چې ۸۸ کلنه مور او یو کلن زوی یې په کې دي د پارېک لخوا د ژوند بیمې اخېستي. دوی دواړه الوتکه کې سره مخ شوي وو. ښاغلی موهتا وايي: "د ژوند بیمه مهمه ده خو تر دې هم مهمه پر هغه کس باور دی چې پر تا بیمه پلوري. "

ښاغلی پارېک وايي د بریالیتوب یو راز یې دادی چې تل به تر نورو مخکې وو او پر ځان یې پانګونه کوله.

ده آن په ۱۹۹۵ کال کې له سېنګاپوره ځان ته یو ټوشېبا لېپ ټاپ وربللی وو چې د خلکو د مالوماتو ساتنه کمپیوټري کړي. له هېواده بهر یې مالي برخه کې پر زده کړې پرېمانه پیسې ولګولې.

ده خپل ځانګړی دفتر پرانېست، پر عصري ټکنالوژۍ یې سمبال کړ او اوس خپل یو ځانګړی موبایل اپ یا پروګرام هم لري. هره ورځ د ورځپاڼې د مړینو خبر برخه کې د خپلو خدماتو اعلان هم کوي.

Bharat Parekh

د عکس سرچینه، Mansi Thapliyal

د عکس تشریح، ښاغلی پارېک (لاندې له ښي خوا دویم) شپږ ورونه خویندې لري

هندیان له دودیز پلوه خپل ځان بیمه کوي چې په ځوانۍ کې د مړینې په حالت کې یې کورنۍ بې اسرې پاتې نه شي.

خو حالت بدل شوی. د بیمې کمپنۍ اوس له دودیزو بانکونو او د مالي خدمتونو له نویو ادارو سره سیالۍ کې دي چې د سپما لپاره بیمې ته ورته نوي توکي پلوري.

د بیمې شرکتونه اوس غواړي خپل انلاین شتوالی زیات کړي چې مشتریان وکولی شي انلاین بیمې وپېري. ایا دا په دې مانا ده چې د پارېک په څېر کسانو اړتیا به کمه شي؟

په دې اړه ښاغلی پارېک وايي: "نه فکر نه کوم، کمېشن کاران به تل وي ځکه د ژوند بیمې پلورل مشتري سره مخامخ غونډو ته اړتیا لري چې خورا ډېرې پوښتنې لري. د کاروبار بڼه کې بدلون ښه کار دی ځکه کاربار به ورسره پرمختګ وکړي او موږ لپاره به هم کار ډېر وي."

Bharat Parekh

د عکس سرچینه، Mansi Thapliyal

او د ټولو مشتریانو خوښ ساتل خورا ګران کار دی. ښاغلی پارېک وايي: "زه اړ یم هره ورځ خورا ډېر د کلیزې مبارکۍ پیغامونه، د واده کلیزې پيغامونه او داسې نور د خوښۍ پيغامونه واستوم."

ومې پوښت چې څه ډول د نژدې ۴۰ زره کسانو د ژوند په اړه مهم مالومات او مهمې نېټې څاري؟

ځواب یې وو: "دا یو راز دی."