د کورونا وبا له امله په هند کې میلیونونه خلک بې کاره شوي دي
په هند کې تر دې دمه کورونا وېروس څه باندې درې زره کسان وژلي دي. مثبتې پېښې پکې تر سلو زرو ډېرې دي. خو د دې وبا اغېز تر دې هم ډېر دی. دا چې په ۲۰۱۹ کال کې په دغه هېواد کې د بې کارو یا بې دندو خلکو شمېر ۶ سلنه و. یعنې په ۴۵ کلونو کې په لومړي ځل د هند دومره ډېرو خلکو کار نه درولود. کوویډ -۱۹ وېروس دا حالت له بده بتر کړ، ځکه اوس د هند د بې روزګارو خلکو شمېر ۲۴٪ دی. په دې حساب د مارچ او اپریل په میاشتو کې په هرو څلورو هندیانو کې یو بې کاره شوی دی. تر ټولو بد د هند ورځني کارګر او بې وزلي ځپل شوي دي.