د هند پيسې
د هند دا پرېکړه چې د خپلو پيسو زرګوني او پنځه سوه ګوني نوټونه لغوه يا بې ارزښته کړي، پر کور دننه او بهر ډېر خلک له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د دوی ترمنځ د پاکستان پيسو کاروباريان او صرافان هم دي، چې له ۱۵۰ ميليونو زياتې هندۍ پيسې لري، چې بيه یې د اصلي ارزښت څلورمې برخې ته رالوېدلې ده.
که د چلن تنظیموونکي د پيسو پاکستانيو کاروباريانو سره مرسته ونه کړي، د پيسو دا نوټونه ښايي نور هم بې ارزښته شي، او ښايي هسې پاڼو سره برابر شي.